د لوړو زده کړو وزارت علمی معین د سیني، زړه او رګونو ناروغیو انستیتیوت له رئیس سره د یاد انستیتیوت د تمویل او تجهیز په اړه لیدنه وکړه

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۱ - ۸:۵۰
معین علمی وزارت تحصیلات عالی با رئیس انستیتیوت امراض صدری و قلبی وعایی در رابطه به تجهیز و تمویل این انستیتیوت دیدار کرد

شنبه ۲۰ ـ حمل ـ 1401

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د سیني، زړه او رګونو ناروغیو انستیتیوت څخه د لیدنې تر څنګ د یاد انستیتیوت له رئیس ښاغلي ډاکتر عبدالمطلب شینواري سره د دغه انستیتیوت ظرفیت لوړولو او مریضانوته د صحي خدمتونو د څرنګوالي د تمویل او تجهیز په اړه خبرې وکړې.

د انستیتیوت رئیس د زړه ناروغیو په زیاتوالي د شفاخانې د سامان آلاتو او مسلکي کسانو په کمښت د یاد وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ته معلومات وړاندې کړل، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ډاډ ورکړ چې دغه وزارت د کادري شفاخانو لپاره بودیجه ځانګرې کړې چې د شفاخانو په پرمختک او د ستونزو په حل کې به مرسته وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۴۶
Background image

...

د افغانستان اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته کابل طبي علومو پوهنتون اړوند مالي او حسابي امريت د مالي او ادراي معاونيت تر لارښوونې لاندې څو عايداتي منبعې زياتې کړې چې پايله يې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۴۴
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 2.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د تالارونو د ترميم پروژه چې د پوهنتون درې (ابو علي ابن سينای بخلي، د علمي کنفرانسونو او د علمي او رهبري شوراګانو د جلساتو). . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۵۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د بطني جراحي او بطني آنکولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۳۵ کلن ناروغ د کيڼ ادرنال (Left Adrenalectomy) غدې تومور لرې کولو جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره کړ.   

د دغه ډيپارټمنټ غړی پوهنیار ډاکټر احمد عمر امیري وایي چې ناروغ له دوه کلونو را هیسې د کيڼ اړخ درد، د زړه ټوپ وهلو، زیات خولې کېدلو او سردرد څخه شکایت درلود. له بشپړ معایناتو او لازمو. . .

BACK TO NEWS