د ستوماتولوژي تدریسي روغتون د مرکزګرمۍ سیسټم فعال شو

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۲:۴۳
د ستوماتولوژي تدریسي روغتون د مرکزګرمۍ سیسټم فعال شو

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون د مرکزګرمۍ سیسټم، چې له څو کلونو راهیسې غیر فعال و، د نږدې ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت بیا فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

ستوماتولوژي تدریسي روغتون، چې د ژمي په دې سړه هوا کې د ډاکټرانو، ناروغانو او اداري دفترونو د تودولو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو، د مرکزګرمۍ سیسټم په فعالولو سره د دوی ستونزې حل او د روغتون روغتیایي او اداري څانګو ته یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د دغه روغتون د مرکزګرمۍ د بیا فعالېدو بودیجه د کابل طبي علومو پوهنتون لخوا ورکړل شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۳۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ متخصصو ډاکترانو په هڅو سره؛ د کابل ولایت چهار آسیاب ولسوالۍ اوسېدونکې ۶۰ کلنې ناروغې د ملاتیر د شوکي نخاع تومور بریالي جراحي عملیات ترسره کېدو وروسته ...

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ متخصصو ډاکترانو په هڅو سره؛ د کابل ولایت چهار آسیاب ولسوالۍ اوسېدونکې ۶۰ کلنې ناروغې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» اړوند په علي‌آباد تدريسي روغتون کې د Radiofrequency Ablation (RFA) او Radiofrequency Rhizotomy تخصصي علمي او عملي ورکشاپ د عصبي جراحۍ  څانګې د استادانو، متخصصينو، تريني ډاکټرانو او د اړوندو څانګو د ګډونوالو ...

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» اړوند په علي‌آباد تدريسي روغتون کې د Radiofrequency Ablation (RFA) او Radiofrequency Rhizotomy تخصصي علمي او عملي ورکشاپ د عصبي جراحۍ  څانګې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنمټ متخصصو ډاکټرانو له لوري  تېره اوونۍ د مغز او اعصابو درې لوی پيچلي جراحي عملیاتونه بریالي ترسره شول.

دغه جراحي عملیاتونه د CuSA پرمختللې ماشین په وسیله چې د مغز او اعصابو په جراحي کې د عصري ټکنالوژۍ یوه وسیله بلل کېږي ترسره شوي دي.  

د یادو عملیاتونو ترسره کېدل په افغانستان کې د. . .

BACK TO NEWS