داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

IT_Director
عنوان پروژه: تهیه و تدارك 7 قلم تجهیزات طبی ضرورت شفاخانه هاي تدریسی پوهنتون علوم طبی کابل ابوعلی ابن سینا

Publish Date

Closing Date

Location پوهنتون علوم طبی کابل ابوعلی ابن سینا

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

د پروژې سرلیک: د کابل ابوعلی ابن سینا طبي علومو پوهنتون د تدریسي روغتنونونو د ۷ قلمه طبي اړتیا وړ تجهیزاتو د پروژې ترتیب او تدارک.

د داوطلبي شمېره : NPA/MOHE/1400/G-2935/NCB.

د ملي تدارکاتو اداره (NPA) د لوړو زده کړو وزارت په استازیتوب ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکول کېږي، چې د کابل ابوعلی ابن سینا طبي علومو پوهنتون د تدریسي روغتنونونو د ۷ قلمه طبي اړتیا وړ تجهیزاتو د پروژې په ترتیب او تدارک کې ګډون وکړي او خپل سرتړلي آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو سره سم او د ا.ا.ج د تدارکاتو قانون او چلنلارې سره سم وړاندې کړي.

شرطپاڼه له لاندې پتو www.npa.gov.af یا www.ageops.net انټرنټي پاڼې تر لاسه کړئ او د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه د خبرتیا له خپرېدو وروسته د ۱۴۰۰/۳/۳۰ د سهار تر ۱۰ بجو پورې ده. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر د ضمانت بیه (۱،۰۰۰،۰۰۰) یو میلیون افغانۍ ده.

د آفر د ضمانت وخت باید د آفر د باور له وخت څخه ۲۸ ورځې زیات وي، یانې آفر له پرانیستنې وروسته ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.

بانکي ضمانت باید د بانکي ضمانت له فورم څخه په ګټې د شرطپاڼې اتمې برخې سره سم وړاندې شي چې د ضمانتونو فورمونه پکې شامل دي.

دغه راز د داوطلبۍ شمېره د اړوند پروژې نېټه او د آفر د ضمانت کچه او ټول متنونه یې باید کره وي او لاسوهنه پکې نه وي شوې.

د آفر ضمانت باید د شرکت په خپل نامه وړاندې شي چې په جواز پاڼه کې یې ذکر وي. کاپي او سکن یې د باور وړ نه دي باید اصلي یې ورکړل شي. که چېرې داوطلبان په ګډه توګه وي نو باید د آفر ضمانت یې د شریکانو په نامه وي او د شریکانو لاسلیک او ټاپه اړینه ده.

پته: د ا.ا.ج د چارو اداره د تدارکاتو ملي اداره، دویم پوړ، د تدارکاتو ملي ادارې ودانۍ، د کنفرانس خونه.

یادونه: د داوطلبۍ د خبرتیا او داوطلبۍ د اسنادو نېټه د شرطپاڼې سره سم د باور وړ دی او له داوطلبۍ مخکې ناسته د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په ۱۷مه د سهار په ۱۰ بجو د سکایپ له لارې ترسره کېږي. د سکایپ پته: live:.cid.74b055a732aec83b

 

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۱:۵۹ پوهنتون علوم طبی کابل
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

موضوع: په 1402 لمریز کال کې د کابل طبي علومو پوهنتون د تعمیراتو د ترمیم پروژه
  د کابل طبي علومو پوهنتون«ابوعلي ابن سینا» په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د کابل طبي . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۵:۳ پوهنتون علوم طبی کابل
Background image

موضوع: په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د کابل طبي علومو پوهنتون دتالارونو د ترمیم پروژه

د کابل طبي علومو پوهنتون«ابوعلي ابن سینا» په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د کابل طبي علومو پوهنتون د ۱۴۰۲ مالي کال د تالارونو د ترمیم پروژې په آزادې داوطلبۍ کې ګډون وکړي . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۹:۵۵ پوهنتون علوم طبی کابل
Background image

موضوع: کابل طبي علومو پوهنتون او اړوندو کادري روغتونونو ته د ۹۹ قلمه قرطاسیه باب او اړتیا وړ تنظیفاتي موادو تهیه او تدارک

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سینا» ریاست په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د کابل طبي علومو پوهنتون او اړوندو کادري روغتونونو د ۱۴۰۲ مالي کال  د ۹۹ قلمه قرطاسې او . . .

Back to tenders