اداري او مالي چارو معاونیت

د طب پوهنځی، د کابل طب انستیتوټ او دکابل طبی علومو پوهنتون د جوړیدو له پیل څخه د دی مرجع په تشکیل کی د مالی او اداری معاونیت وجود لری او مختلفی څانګی د دی معاونیت تر اثر لاندی خپلی دندی تر سره کوی.  

د کابل طبی علومو د پوهنتون د مالی او اداری معاونیت اصلی دندی :

د مختلفو شعباتو لپاره د کلنی کاری پلان جوړول او د اړونده شعباتو د کاری استقامتونو ځانګړی کول

د اړونده شعباتو له ورځنیو اجرااتو څخه نظارت او کنټرول

د استخدام ، تقرر او تبدیلی،تقاعد، انفکاک، مکافاتو، مجازاتو او نورو اړونده ذاتی اموراتو څخه نظارت

له بودیجی څخه دفاع او په اړونده شعباتو کی د هغه د تحقق څخه نظارت

د کابل طبی پوهنتونو له اړونده پوهنځیو، د محصلانو چارو، علمی او د روغتیایی موسساتو د معاونیتونو سره همکاری کول

د ملکی خدمتونو د مامورینو د ظرفیت لوړولو د کورسونو دایرول

د کلنی بودیجی جوړول او د اړونده قوانینو او مقرراتو او طرح شوو پلانونو په اساس د بودیجی اړونده لګښتونو طرح کول

د قراردادونو، پیرلو، د تعمیرونو د ساتنی او مراقبت، د اړونده سامان آلاتو د اړتیا وړ وسایلو او نورو اړونده دندو څخه نظارت

نوری هغه اړونده شعبی چی د مالی اواداری معاونیت تر نظرلاندی دنده تر سره کوی په لاندی ډول دی:

د بشری منابعو آمریت

د خدماتو، تهیی او تدارکاتو آمریت

د مالی اوحسابی آمریت

د کابل طبی علومو پوهنتون د مالی او اداری معاونیت اصلی او اساسی دندی:

د مختلفو شعباتو لپاره د کلنی کاری پلان جوړول او د اړونده شعباتو د کاری استقامتونو ځانګړی کول

د اړونده شعباتو له ورځنیو اجرااتو څخه نظارت او کنټرول

د استخدام ، تقرر او تبدیلی،تقاعد، انفکاک، مکافاتو، مجازاتو او نورو اړونده ذاتی اموراتو څخه نظارت

له بودیجی څخه دفاع او په اړونده شعباتو کی د هغه د تحقق څخه نظارت

د کابل طبی پوهنتونو له اړونده پوهنځیو، د محصلانو چارو، علمی او د روغتیایی موسساتو د معاونیتونو سره همکاری کول

د ملکی خدمتونو د مامورینو د ظرفیت لوړولو د کورسونو دایرول

  1. د کلنی بودیجی جوړول او د اړونده قوانینو او مقرراتو او طرح شوو پلانونو په اساس د بودیجی اړونده لګښتونو طرح کول
  2. د قراردادونو، پیرلو، د تعمیرونو د ساتنی او مراقبت، د اړونده سامانونو د اړتیا وړ وسایلو او نورو اړونده دندو څخه نظارت

  

د بشري منابعو آمریت لنډه پیژندنه :

بشري منابعو په ټولو دولتي او خصوصي ادارو کې یو له اساسي برخو څخه دې. د بشري منابعو تګلاره په دې اند ولاړه ده چې کارکوونکي دې د انسان په حیث په نظر کې ونیول شي. د بشري منابعو له موخو څخه داده چې وړ کسان د اړوندو پسټونو ته وګومارل شي. چې د کارکوونکو مهارتونه نور هم ګړندي شي چې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي. بشري منابعو د انساني غوښتونو په درک کولو او د یوې ادارې په استراتیژۍ کې ډیر مهم رول لري.

د بشري منابعو دنده تر ډیره په ادارې برخو پورې اړه لري او یو شمیر ځانګړې کړنې ترسره کوي. لکه:ـ د انتخاب پروسه، د افرادو کتنه، د معاشاتو ورکونه او داسې نورې کړنې چې په ټولو اورګانونو کې د پلي کیدو وړ وي.

د یاد آمریت د فعالیتونو د تنظیم کولو قوانین:

هغه قوانین چې ددې مرجع فعالیتونه تنظیموي او د هغه په اساس چې دندې ترسره  کوي په لاندې ډول دي.

  1. د کار قانون
  2. د ملکي خدماتو د کارکوونکو قانون
  3. د ملکي خدماتو د کارکوونکو د کړنو مقرره
  4. د ملکي خدماتو د بستونو د تنظیمولو مقرره

ټولیزې موخې:

  1. د اداري اصلاحاتو تطبیق د لوړو زده کړو وزارت، د اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسیون او ملکي خدماتو په همکارۍ سره.
  2. د (HRMIS) معلوماتي اداري سیستم رامنځته کول د اړوندو پوهنتونونو او روغتونونو لپاره.
  3. په معین وخت، د ملکي خدماتو کارکوونکو په ټولو اړوندو چارو کې د قوانینو، مقرراتو، لوایحو او رهنمودونو تطبیقول.
  4. د آزادې سیالۍ له لارې د وړ کسانو ټاکنه او د بې طرفۍ په اساس د کدرونو ځای پر ځای کول.
  5. مدیریت او څارنه د ملکي کارکوونکو له کړنو او د کارکوونکو په اړه تصمیم نیونه د دوی د کړنو په اړه د معاشاتو او رتبو په ټاکنه کې.
  6. د سوانحو د دفتر تنظیم او د کابل د طبي علومو پوهنتون د ملکي خدماتو کارکوونکو ټول معلومات د بشري سرچینو په ډیټابیس کې ځای پر ځای کول.
  7. د کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړلو په موخه د زده کړه نیز او آموزشي پروګرامونو پلانونو ترتیب او عملي کول.
  8. د کابل د طبي علومو پوهنتون KUMS د داخلي غوښتنو او استراتیژۍ ته په کتو سره طرح، ترتیب، تنظیم او د تشکیلاتو توسعه.
  9. د رتبو او معاشاتو د نوي سیستم تطبیق په KUMS او د پوهنتون اړوند اداراتو کې.
  10. د بشري سرچینو پلان جوړونه په پوهنتون او د پوهنتون په مربوطاتو کې.
  11. د اړوند کارکوونکو شکایاتو ته رسیدنه.
  12. د کارکوونکو د روغتیا او پاملرنې مدیریت.
  13. د کورنیو او بهرنیو زده کړه نیزو (آموزشي) پروګرامونو ته د پوهنتون د کارکوونکو ورپیژندنه.
  14. د ریاستونو د کاري حجم تشخیص، د ډیپارتمنتونو تعینول، د دندو سپړنه او د هر بست لپاره د لوایحو ټاکل.
  15. د کارکوونکو د معاشاتو د اجراء کولو لپاره د حاضرۍ راپور جوړول.

د دندو له مخې موخو ته د رسیدو لپاره لاسته راوړنې:

  1. د بستونو اعلانول، د آزادې سیالۍ له مخې آزموینه اخیستل، د خالي بستونو ډکول.
  2. د ۱۳۹۴  کال د تشکیلاتي پروپوزل څیړل او ترتیبول.
  3. د دندو د لایحو ترتیبول او د څارنې زیاتونه.
  4. د مامورینو او اجیرانو اسناد ارزول د ملکي خدماتو د قانون په رڼا کې.
  5. د استادانو د اسنادو څیړل او څارنه د دولتي ترفیعاتو په موخه.
  6. د معاشاتو، د مامورینو د حاضرۍ او سوانحو د دفتر راپور او څارنه.
  7. په دوامداره توګه د تشکیلاتو مطالعه کول.
  8. په سمه توګه پرسونل ټاکنه د روغتونونو او کلنیکونو په مرکزونو کې.
  9. د ورکشاپونو له لارې د کارکوونکو د پوهې د لوړولو لپاره طرح.
  10.  د کابل طبي علومو پوهنتون او نورو تدریسي روغتونونو کې د HMIS صحې معلوماتي سیستم رامنځته کول.
  11. د دریو تنو کارکوونکو روزنه چې د USWDP په همکارۍ او مالي مرسته د لوړو زده کړو په وزارت کې ترسره شوه.
  12. د نافذه قوانینو په رڼا کې د خالي بستونو ډکول د آزادې سیالۍ له لارې.
  13. د استادانو، مامورینو او اجیرانو د تقاعد، انفکاک، استخدامیدو او تبدیلۍ چارې پر مخ بیول.
  14. د کابل د طبي علومو پوهنتون او د هغه تدریسي کلنیکونو د ضعف ټکي، قوت ټکي، فرصتونه او تهدیدونو معلومول او د خلا د له منځه وړولو لپاره اقدام کول.
  15. د کارکوونکو د علم او مهارتونو د لوړولو په موخه د ورکشاپونو دایرول.

د بشري سرچینو اساسي (عمده) دندې:

  1. د نوو کارکوونکو ټاکل (د خالي بستونو اعلان، د غوښتنلیکونو سپړنه او تجزیه، ارزونه او مصاحبه کول).
  2. د ظرفیتونو او مهارتونو انکشاف (د کارکوونکو د آموزش او د نوو کارکوونکو د آزمایشي دوري له لیارې).
  3. د هر کارکوونکي د سوانحو، معلوماتو، مهارتونو، وړتیاؤو او د معاشاتو تنظیم او معلومات ورکول.
  4. د وخت او کاري ځواک تنظیم (د کارکوونکو ارزونه د وخت او اجرآاتو په اړه).
  5. د امتیازاتو تنظیم ( په ګټورو پروګرامونو کې ګډون د بیګې په ډول: د صحې برخو څارنه، بیمه او د تقاعد پلان.
  6. د خالي بستونو اعلان، اړوند وګړو ته د فورمونو ویشنه او د هغوی پوهاوی د آزموینې د پروسې په اړه او د کارکوونکو ټاکنه.
  7. د مامورینو د ورځنۍ او اضافه کارۍ حاضرۍ کنترول او د کارکوونکو د رخصتیو تر منځ مساوات او عدل په نظر کې نیول.
  8. اړوند مراجعو ته د صادریدو په موخه د تبدیلۍ، مقررۍ او انفکاک  پ۲ فورمي څارنه او ترتیب.
  9. د منظورۍ په موخه  د پوهنتون ریاست او د وزارت مقام ته د مقررۍ، تبدیلۍ او انفکاک پیشنهاداتو ترتیبول.
  10. د تشکیلاتو د غوښتنو څیړل او د منظور شوو انکشافي برنامو په اساس د هغو د جوړښت (ساختار) ترتیب، د اداري پروګرامونو او موخو د ښه تطبیق په موخه.
  11. د غوښتنو په اساس د زده کړې مرکزونو ته د آموزشي پروګرامونو په موخه د کارکوونکو ورپیژندل.
  12. د سوانحو دوسیو د ترتیب او تنظیم کنترول.
  13. په اداره کې د بشري سرچینو نوی ډیټابیس سیستم رامنځته کول.
  14. د ادارې د اصولو پر بنسټ، د کارکوونکو د تقاعد، ترفیع او نورو امیتازاتو د ورکړې لپاره د پیشنهاداتو ترتیب.
  15. د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او ارتقا‌ء په موخه د کارکوونکو هر اړخیزه څیړنه.
  16. نورې د وظیفې اړوندې دندې چې د مقاماتو له خوا د قوانینو، مقرراتو او د ریاست د موخو په رڼا کې سپارل کیږي.

د تهیې او تدارکاتو آمریت لنډه پیژندنه:

د کابل د طبي علومو پوهنتون د تأسیس سره سم د خدماتو عمومي مدیریت د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې خپلې کړنې پیل چې د چوپړتیاؤو او پیرلو دندې په غاړه لري. د هیواد په کچه وروستني تغیراتو او تحولاتو برسیره د اداري پرمختګ سره، د تهیې او تدارکاتو آمریت د ورځنۍ اړتیاؤړ اړوند، د قراردادنو او پلان پروژو عمومي مدیریتونه په خپل تشکیل کې تر نظر لاندې نیولي وو. چې په 1395 کال کې منظور شول.

یاد مدیریتونو خپلې کړنې پیل کړي او لایحه وظایف اړوند خپلې دندې ترسره کوي.

یاد آمریت، د قراردادونو عمومي مدیریت، د تهیې او تدارکاتو عمومي مدیریت، د پلان او پروژو عمومي مدیریت، د جنسي محاسبې عمومي مدیریت، د حفظ او مراقبت عمومي مدیریت، د ترانسپورت عمومي مدیریت درلودونکی دی، چې هر یو د پورتنیو مدیریتونو د لایحې وظایفو اړوند بیلابیلې دندې د نافذه قوانینو په نظر کې نیولو سره سرته رسوي.

موخې:

  1. د ادارې اړوند د اجناسو، خدماتو او ساختماني چارو د تهیې او تدارکو تنظیمول.
  2. په تدارکاتي مراحلو کې شفافیت رامنځته کول.
  3. د عامه وجهې کنترول، د اقتصادي اصل تأمین او د باکیفیته توکو تهیه او تدارک.
  4. د شرایطو وړ داوطلبانو لپاره د ګډون زمینه برابرول.

لاسته رواړنې:

د تهیې او تدارکاتو آمریت د 1393 مالي کال را په دیخوا 30 پروژې د حفظ او مراقبت، قرطاسیې، تنظیفاتي موادو، ادویه جاتو، طبي تجهیزاتو او ریجنتو قراردادونه لاسلیک او طی مراحل کړي.

همدارنګه پرچون پیرل یې په معین وخت او ښه توګه سرته رسیږي.

 

د تشکیلاتو چارت

 

procurment

 

د مالي او حسابي آمریت لنډه پیژندنه:

مالي او حسابي آمریت د کابل د طبي علومو پوهنتون د مالي او حسابي معاونیت ترڅنګ، له جوړیدو سره سم په مالي او حسابي کارونو کې فعاله ونډه اخیستې.

موخې او لاسته راوړنې

  1. د معاشونو او نورو لګښتونو د حوالو په اجرا کولو کی شفافیت او امانت داری
  2. په کاری چارو کی د اړونده قوانینو، مقرراتو، اصولنامو او متحدالمالونو تطبیق کول
  3. د کابل طبی پوهنتون، اړونده تدریسی روغتونونو او کلینیکونو د اړتیاوو په نظر کی نیولو سره د عادی بودیجی ترتیبول
  4. د تخصیصاتو د لګښتونو په برخه کی صرفه جویی
  5. د کابل طبی پوهنتون د عوایدو راټولول، د دولت د وارداتو په حساب د وجوهو انتقال او همداراز د پوهنتونو د مالی استقلالیت د مقرری په نظر کی نیولو سره د عایداتی سرچینو پراخول
  6. د  نورو شعباتو سره د اړونده چارو د سمون لپاره د سالمو اړیکو تامینول

لاسته راوړنی :

  1. د کابل طبی پوهنتون لومړنی پوهنتون دی چی د پوهنتونونو د مالی استقلالیت د مقرری په نظرکی نیولو سره یی بانکی حساب پرانیستلی دی.
  2. د اړتیاوو په اساس د کابل طبی پوهنتون د بودیجی جوړول
  3. د قوانینو، مقرراتو، اصولنامو او متحدالمالونو په رڼا کی اړونده چاری تر سره کیږی.
  4. د کاری چارو د ښه والی لپاره د اړونده  تکنالوژیکی برخو تجهیز
  5. د کلاسیک ( قلمی ) سیسټم څخه کمپیوټری سیستم ته د مالی برخی د اړونده فورمو تبدیلول
  6.  په کارتنونو او دوسیو کی د اړونده څانګو د اسنادو فهرست کول او فایلنګ
  7. په دوامدار ډول په اړونده کاری چارو کی د نویو مقررو شوو کارکوونکو روزنه او رهنمایی
  8. د کابل طبی پوهنتون د پرسونل د معاشونو او نورو امتیازاتو لپاره د (م 40) د دفتر جوړول

 

اساسې دندې:

  1. د کابل د طبي علومو پوهنتون، د (علی آباد، میوند، سترګو، ستوماتولوژي، نسیایي ولادي) کلنیکونو او د زړه د نارغیو د انسټیټوت بودیجه برابرول او د لوړو زده کړو وزارت ته یې استول.
  2. د کال ټول قطعیه راپورونه د م20 دفتر په واسطه برابرول او لوړو زده کړو وزارت ته لیږل.
  3. د لوړو زده کړو له وزارت نه، د لګښتونو کلنی او میاشتنی راپور اخیستل، د هغې تطبیق په م20 دفتر کې او د اجرآاتو لپاره د مالیې وزارت ته لیږل.
  4. د کابل د طبي علومو پوهنتون، روغتونونو او اړوندو کلنیکونو د معاشونو او لګښتونو د حوالو لپاره د ثبت ځانګړي کول.
  5. د کابل د طبي علومو پوهنتون د ټولو عوایدو راټولول او په خپل وخت د دولت حساب ته لیږل.
  6. د استادانو، مامورینو او اجیرانو د تنخواګانو ورکول.
  7. د پوهنتون د ډاکټرانو، نرسانو او نورو کارکوونکو د نوکرۍ برابرول.
  8. د مامورینو او اجیرانو د اضافه کارۍ اجرا کول.
  9. د هغو کارکوونکو د لګښتونو برابرول چې له هیواد نه بهر سفر کوي.
  10. د عامې روغتیا د ماسټرۍ برخې د حق الزحمې اجراء کول.
  11. د ټولګټو (بریښنا، اوبه، ټلیفون، صفایي او ښاروالۍ) د بیل لګښتونو ترسره کول.
  12. د خطر پر وړاندې د استادانو او فني کارکوونکو د حق الخطر د پیسو اجراء کول.
  13. د کاري چارو پرمخ بیول د قوانینو، مقرراتو، طرزالعملونو، اصولنامو، متحدالمالونو او مصوباتو په رڼا کې.
  14. په مالي او حسابي آمریت پورې د اړوندو کارونو په وخت ترسره کول.
  15. په لوړو زده کړو وزارت پورې د اړوندو څانګو د کارونو پر وخت ترسره کولو لپاره د کاري اړیکو برابرول.
  16. د لګښتونوو او تړونونو د پر وخت تر سره کولو لپاره د تدارکاتو له آمریت سره همغږي برابرول.
  17. د اړوند کارکوونکو د کارونو د ترسره کولو لپاره هر اړخیزه لارښوونه.
  18. د تنخواګانو او اضافه کارۍ په خاطر د بشري سرچینو له آمریت سره همغږي.
  19. د معاشونو او لګښتونو د ترسره کولو لپاره د علی آباد او میوند روغتونونو له مالي او اداري آمریت سره همغږي.
  20. د کابل د طبي علومو پوهنتون او د هغه  د اړوند اداراتو د اړتیا وړ توکو د پیرودنې د حوالې اجراء کونه.
  21. د قراردادونو د حوالو اجراء کونه او د شرکتونو بانکی حساب ته د پیسو لیږدول.
  22.  د پوهنتون د زده کړیالانو د بدالعایشي ویشنه په میاشتنۍ بڼه.
  23. د (م12) محسبوبي فورم ترتیب او د تصفیې حساب لپاره د مالیې وزارت ته استول.
  24. هغه فورمونه چې یاد آمریت په خپل کاري چارو کې استفاده کوي (م40، م41، م16، م12، م10، م25، م13، م20).

Email Address: vc.admin@kums.edu.af