د میوند تدریسي روغتون د راپور پر اساس د دولتي روغتونونو په کچه د لومړي ځل لپاره په میوند تدریسي روغتون کې د اندوسکوپ په کارونې او نویو معیاري لارو چارو څخه په ګټې اخیستنې سره د غوږ پردې (تیمپانوپلاستی) جراحي عملیات بریالی ترسره شو.

IT_Director
Mon, Jun 02 2025 9:40 AM
بر اساس گزارش شفاخانه تدریسی میوند برای نخستین‌بار به سطح شفاخانه های دولتی عمل جراحی پرده گوش (تیمپانوپلاستی) با استفاده از اندوسکوپ و روش‌های جدید و معیاری در این شفاخانه به گونه موفقانه انجام شد.

د پام وړ دغه لاسته راوړنه د یادروغتون غوږ، ستوني او پزې متخصصانو ټیم له لوري عملي شوې ده.

د تېر یوه کال په لړ کې په میوند تدریسي روغتون د غوږ پردې (تیمپانوپلاستی) عملیات په شمول سلګونه داسې پېچلي جراحي عملیاتونه ترسره شوي چې په پرمختللیو هېوادونو کې دود وو، اوس میوند تدریسي روغتون په دې توانېدلی څو په بریالی ډول دا عملیات ترسره کړي.

د یادولو وړ ده چې د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري او تدریسي روغتونونه هڅه کوي ترڅو د پرمختللیو لارو چارو په زیاتوالي سره په هېواد کې د ننه ناروغانو ته اغېزناکه زمینه برابره او بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره د تلو اړتیا را کمه کړي.

Latest news

Mon, May 26 2025 11:06 AM
Background image

...

Sheikh al-Hadith Mufti Ihsanullah Abulfaizan, the President of Kabul University of Medical Sciences, met and discussed with a delegation from the World Health Organization (WHO). This. . .

BACK TO NEWS