د عمومي ورزشي  پېژندنه

عمومي ورزشي مدیریت، د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ په امریت کې نوی فعاله شوی مدیریت دی. دغه مدیریت، پلان او ډېرې برنامې لري، ترڅو د کابل طبي علومو پوهنتون محصلان وکولای شي، چې له نورو پوهنتونو سره د لوبو جوګه شي او ویاړونه وګټي.

د عمومي ورزشي مدیریت برنامې او موخې په لاندې ډول دي:

۱. غوره شویو ټیمونو ته د ورزشي اړتیاوو پېژندنه.

۲. ورزشي ټیمونو ته د غوره محصلانو جذب.

۳. په مختلفو سپورټي لوبو کې د منتخبو ټیمونو جوړول.

۴. د غوره محصلانو ټاکل د لوبډلمشرانو په توګه.

۵. ورزشي سیمینارونه.

۶. د کارمندانو ورزشي ټیمونه جوړول.

۷. د ورزشکارو محصلانو هڅونه او تشویق.

۸. د ورزشي برنامو له لارې، سالم چاپېریال رامنځته کول.

۹. ورزشي سیر.

۱۰. د طبي علومو پوهنتون د ورزشي ټیمونو ترمنځ سیالۍ.

۱۱. د ورزشي چپټرونو لیکل او ترتیب.

۱۲. د غوره شویو ټیمونو له لوبو او تمرینونو څخه لیدنه او څارنه.

۱۳. د کابل طبي علومو پوهنتون ټیمونه د نورو پوهنتونو له ټیمونو سره په سیالۍ اچول.