د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري شورا غونډه ترسره شوه

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۴:۵
جلسه شورای رهبری پوهنتون علوم طبی کابل با حضور هیئت رهبری برگزار شد

دغه غونډه نن یکشنبه د روان کال زمري میاشتې پر اوومه نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي اسد الله نجات په مشرۍ د ریاست مقام دفتر کې د بېلابیلو موضوعاتو په اړه د مشورو، پرېکړو او نظریاتو شریکولو په موخه تر سره شوه.

په دغه غونډه کې له آجنډا سره سم په ستوماتولوژي تدریسي روغتون کې د غاښونو کېنولو (امپلنټ) د فیس، د سترګو تدریسي روغتون د کثافاتو د انتقال، د نسایي ولادي تدریسي روغتون د انټرنېټ ستونزې حل، د تدریسي روغتونونو د مسلکي کسانو د تبدیلۍ او یو شمېر نورو مهمو علمي او اداري موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې چې د نظریاتو او مشورو له شریکولو وروسته، لازمې پرېکړې ونیول شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۲:۲۱
Background image

.

کابل طبي علومو پوهنتون د خپلو ډیپارټمنټونو لپاره د دوه ملیونه افغانیو په ارزښت ۲۵۴ قلمه لابراتواري توکي او ۷۶ قلمه طبي تجهیزات اخیستي.
دغه توکي او طبي تجهیزات د لابراتوارونو د سمبال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۱:۱۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې پر اساس حمید الله عابد د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو د نوي مرستیال په توګه د یاد پوهنتون رهبري او لوړو زده کړو وزارت هیئت له لوري په رسمي ډول معرفي او په کار یې پیل وکړ. 

د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس د محصلانو چارو د مخکني مرستیال استاد عطاءالله فیضي له هڅو ستاینه وکړه او د محصلانو چارو نوي مرستیال ته يې د برياليتوب هيله وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د محصلانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۱:۱۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د لزروم دید پر اساس، ډاکټر مسعود احمد احمدي د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د میوند تدریسي روغتون د رئیس په توګه معرفي او په رسمي توګه یې کار پیل کړ.

د کابل طبي علومو پوهنتون مشرتابه د مخيکيني رئيس د هڅو ستاینه وکړه او نوي رئيس ډاکټر احمدي ته يې د ښه خدمت کولو او بریالیتوب هیله وکړه او له  نوموړي یې وغوښتل چې د تخصصي او روغتیایی برخو. . .

BACK TO NEWS