د کابل طبي علومو پوهنتون "ابو علي ابن سینا" لخوا تعین شوي هئیت د مالي او اداري مرستیال تر مشرۍ لاندې د سینې زړه او رګونو نارغیو له انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه.

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۹:۳۲
هیئت موظف پوهنتون علوم طبی کابل" ابوعلی ابن سینا " تحت رهبری معاون مالی و اداری از انستیتوت امراض صدری و قلبی وعایی نظارت کردند

 مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم له مل پلاوي سره، د روغتیايي بنسټونو د معاونیت سرپرست پوهندی ډاکټر کریم الله شهپر، د اړیکو او عامه پوهاوي آمر صبغت الله سجاد د یکشنبې په ورځ د  1444 هـ ق کال درمضان المبارک میاشتې پر 18 نېټه د مسلکي پرسونل سره د لیدنې او نظارت پرمهال د دغه انسټیټوټ له څانګو څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې موخه د ناروغانو وضعیت په کتو د روغتون حالت، د ډاکټرانو او روغتیایی کارکونکو لخوا د خلکو په ځانګړې توګه د سینې او زړه په ناروغیو اخته کسانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی وڅېړل شو، د یادې ادارې رسمي پلاوي د دې انسټيټيوټ له ټولو څانګو څخه په عملي توګه ليدنه وکړه، د مسوولينو او روغتيايي کارکوونکو لخوا د ناروغانو د معاينې او درملنې د څرنګوالي او د شته طبي وسايلو او ماشينونو په اړه معلومات ورکړل.

په دې لیدنه کې مالي او اداري مرستیال د ناروغانو د درملنې پر بهیر، د سمو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او د اسانتیاوو د برابرولو په اړه د خبرو پرمهال، ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو خپلې ستونزې ورسره شریکې کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۴۷
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي (نشراتو) آمریت د ستوماتولوژۍ او سترګو  تدریسي روغتونونو د لاسته‌راوړنو ځانګړی بروشر چمتو، چاپ او تدریسي روغتونونو، دولتي ادارو او اړوندو بنسټونو ته ووېشلو.

په دې بروشرونو کې د دې دواړو روغتونونو مهمې لاسته‌راوړنې، روغیتایی خدمات، او  د ا.ا.ا تر بیا حاکمیت وروسته د دوی  مهم فعالیتونه  پکښې یاد شوي دي.
د دې بروشرونو د چاپ او وېش موخه د خلکو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۹:۲۸
Background image

...

د کابل طبي علومو پوهنتون "ابوعلي ابن‌سینا" اړوند د نرسنګ پوهنځي ریاست په هڅو د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷ ګنې فرمان پر بنسټ، د «ناوړه رواجونو» تر عنوان لاندې، د عامه پوهاوي یو. . .

BACK TO NEWS