د کابل طبي علومو پوهنتون "ابو علي ابن سینا" د نړیوال ژورنال کمېټې غونډه ترسره شوه.

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۶ - ۹:۵۰
د کابل طبي علومو پوهنتون "ابو علي ابن سینا" د نړیوال ژورنال کمېټې غونډه ترسره شوه.

نن دوشنبه د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې پر ۱۳ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون ابو علي ابن سینا په ریاست مقام  کې د افغان طبي نړیوال ژورنال کمېټې غونډه د دغه پوهنتون د رئیس پوهنیار دکتور فضل الرحمن رحماني په مشرۍ ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهنیار دکتور فضل الرحمن رحماني ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د افغان طبي نړیوال ژورنال د ترسره شوي کار جریان یې شریک کړ.
وروسته د پوهنتون مالي او اداري مرستیال د ژورنال ویب‏سایټ جوړېدو پروسې په اړه معلومات وړاندې کړل هغه وویل: " د ویب سايټ جوړولو قرارداد له خصوصي شرکت سره ترسره شوی او د مالیه وزارت له تایید څخه وروسته په څو راتلونکو ورځو کې به یې عملي چارې پیل شي." همداراز هغه وویل: "د راتلونکي ۱۴۰۲ کال په تشکیل کې یې د نړیوال ژورنال لپاره اداري تشکیل هم په پام کې نیولی دئ."

په یاده غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نړیوال ژورنال آمر استاد احمد جواد نیازي خپلې تجربې او مشورې د لازمو او عاجلو اقداماتو لپاره شریکې کړې او ویې ویل: د نړیوال ژورنال لپاره د ویب‏سایټ رامنځته کول او په چاپي بڼه یې یوه ګڼه خپرول حتمي دي.

بیا د تحقیقاتو آمر پوهنوال ولي ناصري د نړیوال ژورنال د رامنځته کېدو په اړه هغه اقدامات چې مخکې د نړیوال روغتیایي سازمان یا WHO په همکارۍ ترسره شوي وو د غونډې له ګډون والو سره شریک کړل.

د غونډې په پای کې د ګډونوالو د بحث او مشورې وروسته د نړیوال ژورنال د کارونو د ښه او چټک پرمختګ لپاره مسؤولو کسانو ته لازمې مشورې او لارښوونې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

...

د کابل علومو طبي پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، د  ستوماتولوژي تدریسي روغتون د خدماتو وړاندې کېدو له بهیر، د محصلانو د عملي تدریس له وضعیت او د اړتیاوو پیژندنې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۳۶
Background image

...

د کابل طبي علومو پوهنتون د حوض جوړونې کار چې څه موده وړاندې پیل شوی و، بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. له دې سره هم‏ مهاله یو باب مېلمستون چې په دغه پوهنتون کې نوی جوړ شوی د لوړو زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۱۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون علمي شورا فوق العاده غونډه د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په حضور ترسره شوه. په دغه ناسته کې د پوهنتون د ودې او پراختیا لپاره رغنده نظریات، وړاندیزونه او د ستونزو د حل  په اړه هر اړخیز بحث وشو.

د غونډې په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د لوړو زده کړو وزیر صاحب ته د ښه راغلاست تر څنګ پوهنتون ته د راتلو او د دغه بنسټ علمي او اکاډمیکو. . .

BACK TO NEWS