د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو کې د ناروغانو لپاره د ښه روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۸:۴۵
جلسه هماهنگی شفاخانه‌های پوهنتون علوم طبی کابل به هدف هر چه بهتر عرضه خدمات صحی برای مریضان و حل مشکلات برگزار شد.

یاده ناسته کې چې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهنیار ډاکټر فضل الرحمن رحماني په مشرۍ جوړه شوې وه د مالي او اداري چارو مرستیال د صحي موسساتو مرستیالې هم حضور درلود.

په پیل کې د روغتونونو مسوولینو د خپلو فعالیتونو او ستونزو د نوکریوالانو، د OPD څانګې، د ځای د کموالي او د HMIS سیستم په اړه راپور وړاندې کړ، چې پر هر یوه هر اړخیزه بحث وشو او لازمې پرېکړې ونیول شوې.

همدارنګه په دې غونډه کې د روغتيايي او اداري سيسټم د ښه والي په موخه روغتونونو ته د مالي واک د سپارلو په اړه هم خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې یاده موضوع دې د لوړو زده کړو له وزارت سره همغږې او شریکه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون نویو ګمارل شویو کارمندانو لپاره «د مدیریت اساسات او اسنادو مدیریت» تر عنوان لاندې د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم لخوا د تصدیق پاڼو په ورکولو سره بریالی پای ته ورسېد.

د مالي او اداري چارو مرستیال د نویو ګمارل شویو کارمندانو لپاره د دغه ورکشاپ د ګټور بللو تر څنګ ټینګار وکړ چې په راتلوونکي کې د کارمندانو د لا ودې او پرمختګ لپاره داسې نور ورکشاپونه هم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون ته د نژدې ۵ زره ډالرو په ارزښت ۸ کمپیوټرونه او د ۳۷ زره افغانیو په ارزښت يو لوی سامسونګ سکرین ورکړل شو.

د علي آباد تدریسي روغتون د مسؤلینو په وینا، دا کمپیوټرونه به د دغه روغتون په کمپیوټر لب کې ځای پر ځای  شي څو روغتیايي کارکوونکي وکولی شي په آنلاین ډول د الټراساؤنډ درسونه زده کړي.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۵:۷
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون چې له ۵ میلیونه څخه زیاتو افغانیو په ارزښت یې ۲۲۳ قلمه درمل پېرلي وو، د ستوماتولوژي، نسایي ولادي او صدري او قلبی وعایي ناروغیو انسټېټيوټ ته وسپارل.

دغه درمل د ناروغانو د درملنې او غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه تهیه او یادو روغتونونو ته تسلیم شول.

د یادولو وړ ده  چې د تېرو کلونو په پرتله د دغه روغتونونو روغتیایي خدماتو. . .

BACK TO NEWS