د سترګو ليد نړیوالې ورځې په مناسبت د سترګو د ساتنې عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه.

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۴ - ۸:۳۳
نشستی به مناسبت روز جهانی بینایی چشم به هدف آگاهی عامه در مورد حفاظت از چشم تدویر شد.

هغه ناسته چې په همدې موخه د روان ١٤٠١ کال د تلې په ٢١ مه نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون ابو علي ابن سینا اړوند د سترګو په تدريسي روغتون کې جوړه شوې وه د دغه روغتون د رییس ښاغلي ډاکتر بشیر عثماني د نور روغتون رییس ډ‌اکتر زاهد ګل ځدراڼ  او د افغانستان د سترګو ټولنې استازي سربېره د د سترګو تدریسي روغتون استادانو او کارکوونکو هم برخه لرله. 

د غوندې په پیل کې ډاکتر بشیر عثماني وویل: " افغانستان کې د سترګو بېلابېلو ناروغیو او ستونزو له امله شپږ سوه زره کسان د سترګو د لید له نعمت څخه بې برخې دي، چې زیاتره یې د سترګو پردې د رامنځته کېدو له امله ړانده شوي دي چې اوس مهال د هېواد په کچه د شلو زرو سترګو ناروغانو د درملنې امکانات او شونتیا شته، چې د یادو امکاناتو او هېوادوالو ته د سترګو ناروغیو درمنلې په برخه کې د چوپړتیاوو د پراخولو چټکې هڅې روانې دي." 

همداراز د نور روغتون رييس د افغانستان د سترګو ټولنې استازي او د یاد روغتون ځینو ډاکترانو هم په خپل نوبت سره ویناوې واورولې او له دینې او علمي اړخه یې د سترګو پر ارزښت ساتنې او په هېواد کې د سترګو ناروغیو د وقایوي تدابیرو په اړه رڼا واچوله. 

د یادونې وړ ده چې د کابل طبي علومو پوهنتون ابو علي ابن سینا د سترګو تدریسي روغتون د سترګو لید نړیواله ورځ او د سترګو د ساتنې په اړه د عامه پوهاوي غونډه داسې مهال ترسره کوي چې څه موده وړاندې دغه روغتون یو شمېر مجهز طبي وسایل پیرلي، چې پرمټ یې اوس د سترګو لایزري عملیات هم  ترسره کیږي. 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د داخلې په ډيپارټمنټ  کې د روغتیايي کادرونو د علمي او تخصصي ظرفیت لوړوالي لپاره د شکرې مدیریت روزنیز پروګرام پیل شو.  

دغه روزنیز پروګرام د متخصصانو، ټریني ډاکټرانو او ځوانو ډاکټرانو د تخصصي مهارتونو او پوهې کچې د لوړوالي په موخه پیل شو چې دوه نیمې میاشتې به دوام وکړي. د یاد پروګرام تدریس او وړاندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350 او Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي روغتون لابراتوار څانګې لپاره تهیه او وسپارل شول.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350  او  Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۹
Background image

BACK TO NEWS