جدید الشمولو محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه.

IT_Director
شنبه ۱۴۰۱/۳/۷ - ۱۵:۲۵
جدید الشمولو محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه.

هغه مراسم چې په همدې موخه د روان ١٤٠١ هـ ش کال د غبرګولي یا جوزا میاشتې په پنځمه نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون ابو علي ابن سینا د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو، د کابل طبي علومو پوهنتون د رییس پوهنیار ډاکټر فضل الرحمن رحماني، علمي مرستیال پوهاند ډاکټر نجیب الله امرخېل، د مالي او اداري چارو مرستیال انجنیر عظیم الله کامران آخندزاده، سربېره استادانو، محصلانو او کارکوونکو هم ګډون کړی وو.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د اجندا سره سم د نشراتو او اړیکو د آمر صبغت الله سجاد له لوري نویو محصلانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کابل طبي علومو پوهنتون ابو علي ابن سینا د رهبرۍ او اړونده رییسانو د پېژندنې په موخه لنډ معلومات وړاندې شول.

ورپسې د یاد پوهنتون رییس ښاغلي ډاکټر فضل الرحمن رحماني محصلانو ته خپله وینا واوروله او دوی یې خپلو درسونو ته تشویق او وهڅول، ښاغلي رحماني وویل : د افغانستان اسلامي امارت او د کابل طبي علومو پوهنتون هڅه کوي، چې د هېواد د ځان بساینې لپاره د روغتیا په برخه کې اسلامي ارزښتونو ته ژمن، ورزیده او متخصص ډاکټران ټولنې ته وړاندې کړي.

همداراز د پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي امرخېل د کابل طبي علومو پوهنتون د تاسيس او تاريخ په اړه چې په ١٣١١ کال کې د محمد نادرشاه په وخت کې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه خبرې او معلومات وړانډې کړل.

د کابل طبي علومو پوهنتون د مالي او اداري مرستیال ښاغلي انجنیر عظیم الله کامران اخندزاده بیا په خپل نوبت سره نويو محصلانو ته د بریا د مبارکۍ سربیره دوی ته د زده کړو د ترلاسه کولو په برخه کې د ښه نیت درلودلو سپارښتنې وکړې او ویې ویل: هر کار کې باید د الله تعالی رضا په نظر کې ونیول شي.

ښاغلي کامران اخندزاده په خپلو خبرو کې زیاته کړه: نن په دې شرایطو کې چې تاسو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره شوې ده، راځئ چې د الله تعالی د دې ستر نعمت شکر ادا کړو او خپل نیت پاک کړو او زموږ هدف او خدمت باید د خدای ﷻ د رضا او هیواد لپاره وي.

هغه زیاته کړه: افغانستان زموږ او ستاسو ګډ کور دی او د یوه سوکاله هېواد د جوړولو لپاره باید شپه او ورځ کار وکړو څو یو پرمختللی هیواد ولرو.

په یادو مراسمو کې د معالجوي طب پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر هدایت الله حیات محصلانو ته د تحصیلي نصاب، د کریډیټ سیسټم، د لیسانس دورې او د آزموینې د سیستم په اړه معلومات وړاندې کړل.

په پای کې د محصلانو چارو د انسجام آمر ښاغلي عطاءالله کامران د محصلانو د تګلارې او قانون طرحه تشریح کړه او ویې ویل: د لوړو زده کړو وزارت په پوهنتونونو کې د زده کړو د کیفیت او ظرفیت لوړولو لپاره هڅه کوي، نوموړي د محصلینو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د سمینارونو، کورسونو او عملي کارونو د ترسره کولو ډاډ هم ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۹:۳۱
Background image

یکشنبه د روان کال د چنګاښ پر ۸ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ او د دغه پوهنتون د رهبرۍ مسوولینو په ګډون د لا ښې همغږۍ په موخه مشورتي مجلس ترسره شو.

 په دغه مجلس کې د پوهنتون رئیس په چارو کې پر دوامداره مشورې، د سلسله مراتبو په پام کې نیول سره د مشرانو اطاعات، خپل تر امر لاندې کارمندانو ته لارښوونه او خپلو کارونو ته متوجې کولو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۹:۳۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او داري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم په مشرۍ د پوهنتون مالي مصارفاتو د کره او شفاف تنظیم او نویو مالي مقررو د اغېزمن تطبیق په موخه د پوهنتون آمرینو او اړوندو تدریسي روغتونونو د مالي او اداري مدیرانو په حضور ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د ۱۴۰۴ مالي کال د ملي بودیجې د مصرف څرنګوالي په اړه د مالیې وزارت مالي او تدارکاتي موضوعاتو د متحدالمال او د وزارتونو او دولتي ادارو د قراردادونو په اړه د اسلامي امارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۹:۳۴
Background image

له کابل طبي علومو پوهنتون څخه د اساس طبي خصوصي پوهنتون ۶۰ تنه محصلانو لیدنه وکړه. دغه علمي سیر د یاد پوهنتون له علمي او روغتیایي جوړښت سره د بلدتیا او محصلانو د علمي معلوماتو د ځواکمنتیا په موخه پر لار اچول شوی و.

د دې علمي سیر په ترڅ کې محصلانو د پوهنتون لابراتوارونو، کتابتون، پوهنځیو او تدریسي روغتونونو له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه. همدا رنګه د پوهنتون استادانو او مسلکي ډاکټرانو اړوند برخې. . .

BACK TO NEWS