۱۴۴۳هـ.ق، د شعبان ۲۷مه

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۱ - ۹:۸
۲۷ شعبان ۱۴۴۳

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي ح ق اني په خپل کاري دفتر کې د نړۍ صحي سازمان (WHO) له دوو تنو ترینرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، په داسې حال کې چې د صدري ـ قلبي انسټیټوټ رئیس ډاکټر عبدالمطلب شینواري هم حضور درلود، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په صحي سکټور او د لایقو طبي متخصصانو د روزنې په برخه کې د افغانستان پر اړتیاوو خبرې وکړې او یادو موخو ته د رسېدو لپاره یې د نړۍ صحي سازمان همکاري ګټوره وبلله. نوموړي په افغانستان کې د (WHO) له همکاریو مننه وکړه او له یادو ترینرانو یې وغوښتل، چې خپلې علمي تجربې له افغان محصلینو او استادانو په ځانګړي ډول د تدریسي روغتونونو له ډاکټرانو سره شریکې کړي، تر څو د هغوی د تجربو پر اساس د هېواد د طبي خدماتو په برخه کې مثبت تغیرات رامنځ ته شي.

وروسته د نړۍ صحي سازمان ترینرانو ډاکټر محمد حیدر عمر او ډاکټر غلام حضرت د هېواد طبي سکټور د کارونو د پرمختګ او ظرفیت لوړولو په برخه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مسؤلیت پذیري وستایله او د جدي مراقبت ( ICU)، د روغتونونو مدیریت ( Hospital Management) او طبي وسایلو په برخه کې یې د تدریسي روغتونونو د پرسونل لپاره روزنیزو ورکشاپونو ته تیاری وښود.

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د نړۍ صحي سازمان له مرستو د مننې تر څنګ، د هېواد له طبي پوهنتونونو سره د یاد سازمان د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۳۲
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۶۰ کلن ناورغ چې د پروستات غده یې لویه شوې وه د - TURP (Transurethral Resection of the Prostate) په روش سره یې اندوسکوپیک جراحي عملیات په بریالیتوب

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۶۰ کلن ناورغ چې د پروستات غده یې لویه شوې وه د - TURP (Transurethral. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۱۰
Background image

BACK TO NEWS