د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې جامع مرکز څخه لیدنه وکړه

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۹:۵۷
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې جامع مرکز څخه لیدنه وکړه

نن سه شنبه د ۱۴۰۱ لمریز کال د حمل ۹ مه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په داسې حال کې چې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور فضل الرحمن رحماني او د علي‌آباد روغتون مسوولینو او ځینو استادانو هم حضور درلود، د علي آباد تدریسي روغتون اړوند د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز له ودانۍ او نیمګړو چاروڅخه چې تقریبا ٨٠ فیصده ساختماني کارونه یې بشپړې شوي دي لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي خیرخواه د یادې پروژې د لیدنې پر مهال دمسولینو ستونزې واورېدې او ډاډ یې څرګند کړ، چې د دغه ودانۍ د پاتې نیمګړو کارونو د بیا پیل او شته ستونزو د هوارولو لپاره به جدي هڅې کوي، څو

دغه ودانۍ ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۳۲
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۶۰ کلن ناورغ چې د پروستات غده یې لویه شوې وه د - TURP (Transurethral Resection of the Prostate) په روش سره یې اندوسکوپیک جراحي عملیات په بریالیتوب

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۶۰ کلن ناورغ چې د پروستات غده یې لویه شوې وه د - TURP (Transurethral. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۱۰
Background image

BACK TO NEWS