د تدریس اړوند محصل محوره زده‌کړو (OBE-SCL) په اساس په کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون کې د ښوونیز ورکشاپ دایرول

IT_Director
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۲ - ۱۴:۵۶
تدویر ورکشاپ آموزشی

دا ورکشاپ د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲ نېټه د ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون د محترم رئیس ښاغلي پوهاند ډاکتر وحیدالله مومند په حضور سره د دې پوهنتون د طبي زده‌کړو پرمختیا په ریاست کې پیل شو.

لومړی د دې پوهنتون د طبي زده‌کړو د پرمختیا ریاست محترم رییس پوهاند ډاکتر فرید برنایار د یاد ورکشاپ او د هغه اړوند محتوا په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې دا ورکشاپ د لوړو زده‌کړو وزارت د لوړو زده‌کړو د پرمختیا پروګرام (HEDP) په مرسته د طبي علومو پوهنتون د بېلابېلو دیپارتمنتونو ۳۰ تنه علمي کدرونو لپاره د ۹ ورځو لپاره دایر شوی، چې موخه یې د تدریس د کیفیت لوړول، د زده‌کړو پرمختیا او د استادانو د علمي ظرفیت لوړول دي.

بیا د طبي علومو پوهنتون محترم رییس پوهاند ډاکتر وحیدالله مومند د ګډونوالو له حضوره د مننې تر څنګ وویل: "د ټول علمي کدر مسئولیت او رسالت دا دی، چې تل د خپلې علمي کچې په وده کې د اکادمیکو اړتیاوو په اساس یې هڅه وکړي او د زده‌کړو نوې بڼې زده‌کړي". همدارنګه هغه له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې له دې ورکشاپ څخه ښه او موثره ګټه واخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۴
Background image

د «مخدره توکو د کارونې مخنیوي» تر عنوان لاندې د روږدو درملنې ملي پروګرام ریاست د معتادینو د ۴۵۰ بستریز مرکز له لوري د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو ته د عامه پوهاوي په موخه سیمنار وړاندې شو.

د پروګرام په بیل کې د نرسنګ پوهنځي رئیس فضل هادي صدیقي د ښه راغلاست تر څنګ ګډونوالو ته د دغه سیمینار د څرنګوالي او اهمیت په اړه خبرې وکړې او دغه ډول پروګرامونه یې د محصلانو د پوهاوي کچې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۲
Background image

#نه_ویشتم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د ستوماتولوژي تدريسي روغتون  د چمن ترميم او بيار رغونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۸:۳۱
Background image

#اته_ویشتم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د ستوماتولوژي تدريسي روغتون  ترميم او رنګمالي ترسره شوه .

. . .

BACK TO NEWS