په کلینيکي تشخیص کې د (Cyber patient) مؤثریت په نامه د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون او د کانادا هیواد د بریتش کولمبیایي پوهنتون تر منځ د ګډو کلینیکي څېړنو لومړنۍ پروژه

IT_Director
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۶ - ۱۰:۳۰
اولین پروژه تحقیقات

دا پروګرام د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومي (جدي) میاشتې په ۲۵مه نېټه د کابل ابو علي ابن سینا په طبي علومو پوهنتون کې دایر شو، چې د یاد پوهنتون رئیس ښاغلي پوهاند ډاکتر وحیدالله مومند، علمي معاون پوهاند ډاکتر نجیب الله امرخېل، په افغانستان کې د دې پروګرام تنظیموونکي ښاغلي ډاکتر عصمت الله نایب خېل، د علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي دیپارتمنت استاد ښاغلي پوهنیار ډاکتر عمران عمر او د یاد پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو په دې پروګرام کې ګډون کړی و.

دا پروګرام د قرآنکریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. د پوهنتون رئیس پوهاند ډاکتر وحیدالله مومند د دې پروګرام د پیل په اساس محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل: "د طبي علومو پوهنتون ریاست تل هڅه کوي، چې د دې پوهنتون محصلینو لپاره د نړیوالو معیارونو په اساس د علمي او نظري زده‌کړو زمینه مساعده کړي. همدا رنګه ښاغلي مومند د لوړو زده‌کړو په برخه کې څېړنه د محصلینو لپاره ډېره اړینه وبلله.

بیا د دې پوهنتون علمي معاون ښاغلي پوهاند ډاکتر نجیب الله امرخېل په طبي علومو پوهنتون کې د دې پروګرام پیلېدل ډېر د خوښۍ خبر وباله او د دې پروګرام د پیلېدو موخه یې د محصلینو په کلینیکي برخه کې د علمي او نظري کارونو تقویه او وده وبلله. بیا د دې پروګرام تنظیموونکي ښاغلي عصمت الله نایب خېل محصلینو ته د (Cyber patient) پروګرام د اجرا کولو په اړه معلومات ورکړل او دا اقدام یې د کابل طبي علومو پوهنتون او د کانادا پوهنتون ترمنځ د همکاریو پیل وباله.

دغه راز په دې پروګرام کې د علي آباد تدریسي روغتون استاد ښاغلي پوهاند ډاکتر عصمت الله سجاد او د دې پوهنتون د استادانو چارو آمر ښاغلي پوهنیار شفیع الله روغمل هم د دې پوهنتون د محصلینو د کلینکي کارونو په برخه کې  د (Cyber patient) د اهمیت او مؤثریت په اړه خبرې وکړې.

په پای کې هم محصلینو او استادانو د ټاکل شوي پروګرام په اساس خپلو کارونو او دندو ته رسیدګي وکړه.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د داخلې په ډيپارټمنټ  کې د روغتیايي کادرونو د علمي او تخصصي ظرفیت لوړوالي لپاره د شکرې مدیریت روزنیز پروګرام پیل شو.  

دغه روزنیز پروګرام د متخصصانو، ټریني ډاکټرانو او ځوانو ډاکټرانو د تخصصي مهارتونو او پوهې کچې د لوړوالي په موخه پیل شو چې دوه نیمې میاشتې به دوام وکړي. د یاد پروګرام تدریس او وړاندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350 او Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي روغتون لابراتوار څانګې لپاره تهیه او وسپارل شول.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350  او  Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۹
Background image

BACK TO NEWS