د 29 خالي مسلکي بستونو اعلان!

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۹:۴۶
علان 29 بست‌ خالی مسلکی!

Publish Date

Closing Date

د ا.ا.ا لوړو موخو ته د رسېدو او وړ کسانو ته د کار سپارلو په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند د کارکوونکو چارو آمریت خپل اړوند ۲۹ خالي مسلکي بستونه د (۱۰) کاري ورځو لپاره د جدول مطابق د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر کسان کولای شي په دغه ازموینه کې د ګډون فورمې د کابل طبي علومو پوهنتون له کارکوونکو چارو آمریت څخه په حضوري یا هم د دغه پوهنتون له رسمي وېب سایټ او ټولنیزو شبکو څخه په آنلاین ډول ترلاسه کړي.

غوښتونکي دې خپلې فورمې په دقیق ډول له ډکولو او د اړتیا وړ اسنادو له یو ځای کولو وروسته په ټاکل شوې موده کې په حضوري ډول د کارکوونکو چارو آمریت ته تسلیم کړي.
د وېب سایټ لینک: https://shorturl.at/WaUYn
د ټلګرام لینک: https://t.me/kums_nasharaat_pr/1274 
د فورم لینک: https://shorturl.at/fKtgm

Related VacanciesShow all

Back to vacancies