د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون د ژامې جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د ډایکنډي ولایت اوسېدونکي یو ۳۰ کلن ناروغ د مخ او غاړې ښي اړخ Lymphangioma تومور ایستلو جراحي بریالی عملیات ترسره کړ.
د ژامې جراحي متخصص ډاکټر سید هدایت الله سادات وايي چې ناروغ شاوخوا دوه کاله مخکې د مخ او غاړې په ښي اړخ کې د یوې کتلې رامنځته کېدو له امله روغتون ته مراجعه کړې وه. د Cystic Hygroma تشخیصیه معایناتو وروسته یې د عمومي انستیزي په تطبیق کولو سره د زیانمنې برخې (Surgical Excision) لرې کولو جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره شو.
د یادولو وړ ده چې د ناروغ وضعیت په ښه کېدو دی او د ایستل شوي تومور نمونه د پتالوژي ډيپارټمنټ ته ولېول شوه.
