د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د رقبي (ورمېږ) نخاع تومور (Cervical Spinal Cord Tumor Resection) لرې کولو حساس او پرمختللی جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره کړ. 

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۹:۴۸
داکتران دیپارتمنت جراحی اعصاب شفاخانه تدریسی علی‌آباد پوهنتون علوم طبی کابل «ابو علی ابن سینا» ، عمل جراحی پیشرفته و حساس برداشت تومور نخاع رقبی (گردنی) (Cervical Spinal Cord Tumor Resection) را با موفقیت انجام دادند. 

د دغه ډيپارټمنټ غړی ډاکټر محفوظ صمیم  وايي چې د بامیانو ولایت اوسېدونکی یو ۵۵ کلن ناروغ د بدن په پاسنیو او لاندینیو برخو په ځانګړي ډول د پښو د ضعیف والي او لږ حرکت درلودلو له امله روغتون ته مراجعه کړې وه چې د بشپړ معایناتو او MRI وروسته یې د ورمېږ تومور تشخیص او د جراحي عملیات لپاره کاندید شو.

د ډاکټر صمیم په وینا یاد عملیات د اعصابو جراحي یو له پرمختللیو عملیاتونو څخه ګڼل کېږي چې زیات دقت، تخنیکي مهارت او فوق العاده نازکې مداخلې ته اړتیا لري چې اوس مهال په علي آباد تدریسي روغتون کې د محدودو امکاناتو سره سره په بریالي ډول د ترسره کېدو وړ دي.

د یادولو وړ ده چې له عملیات وروسته د ناروغ وضعیت په بشپړ ډول د قناعت وړ دی او له درې ورځې مراقبت وروسته په داسې حال کې چې هېڅ درد یې نه درلود له روغتون څخه رخصت شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ برخې په خالیګاه (Posterior Fossa Tumor) کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۱:۴۷
Background image

BACK TO NEWS