د کابل طبي علومو پوهنتون د روغتیایي تکمیلي علومو پوهنځي د طبي انجنیرۍ ټکنالوجۍ ډیپارټمنټ فارغان، د خپلو لاسته‌راوړنو او نوښتونو په دوام کې، د ماورای بنفش وړانګو (UV Light Sterilizer Machine) په وسیله د میکروب وژنې یو ماشین په طراحي او جوړولو بریالي شوي دي

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۲۲
فارغان دیپارتمنت تکنالوژی انجنیری طبی پوهنځی علوم متمم صحی پوهنتون علوم طبی کابل در ادامهٔ دستاوردهای نوآورانهٔ خویش، موفق به طراحی و ساخت ماشین میکروب‌زدایی با اشعهٔ ماورای بنفش (UV Light Sterilizer Machine) شدند

د کابل طبي علومو پوهنتون د روغتیایي تکمیلي علومو پوهنځي د طبي انجنیرۍ ټکنالوجۍ ډیپارټمنټ فارغان، د خپلو لاسته‌راوړنو او نوښتونو په دوام کې، د ماورای بنفش وړانګو (UV Light Sterilizer Machine) په وسیله د میکروب وژنې یو ماشین په طراحي او جوړولو بریالي شوي دي. دغه ماشین د ماورای بنفش (UV-C) وړانګو په کارولو سره، کولی شي طبي وسایل، لابراتواري او عمومي تجهیزات له کیمیاوي موادو پرته په ډېر لږ وخت کې په مؤثره توګه له میکروبونو پاک او ضد عفوني کړي. 

د دې ماشین له جوړولو موخه، د انتاني ناروغیو د لېږد خطر کمول، په وخت او لګښت کې سپما  او په روغتیایي سکتور کې د داخلي ټیکنالوجۍ کارولو ته وده ورکول دي. 

د دې ډیپارټمنټ د فارغانو په وینا، یاد ماشین له تخنیکي او جوړښتي پلوه له نړیوالو بېلګو سره د پرتلې وړ دی او په روغتونونو، لابراتوارونو او روغتیایي کلینیکونو کې د کار وړتیا لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ برخې په خالیګاه (Posterior Fossa Tumor) کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۱:۴۷
Background image

BACK TO NEWS