د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند روغتیايي تکمیلي علومو پوهنځي د طبي انجنیري ټکنالوجۍ ديپارټمنټ فارغو محصلانو د لېسانس دورې پروژو د دفاع غونډه ترسره شوه. په دغه پروګرام کې فارغو محصلانو پينځه پایې طبي ماشینونه چې د آنکوباتور (Incubator)، (Infant Warm Care)،

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۸:۴۷
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند روغتیايي تکمیلي علومو پوهنځي د طبي انجنیري ټکنالوجۍ ديپارټمنټ فارغو محصلانو د لېسانس دورې پروژو د دفاع غونډه ترسره شوه. په دغه پروګرام کې فارغو محصلانو پينځه پایې طبي ماشینونه چې د آنکوباتور (Incubator)، (Infant Warm Care)، د جراحي پورټيبل چراغ، د سیرومو ګرم کوونکی ماشین (Serum Warmer) او ماوراء وړانګو لروونکی اسټریل ماشین پکې شامل او د خپل وروستي کال پروژو د دفاع په موخه یې جوړ کړي وو؛ نندارې ته وړاندې کړل.

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند روغتیايي تکمیلي علومو پوهنځي د طبي انجنیري ټکنالوجۍ ديپارټمنټ فارغو محصلانو د لېسانس دورې پروژو د دفاع غونډه ترسره شوه. په دغه پروګرام کې فارغو محصلانو پينځه پایې طبي ماشینونه چې د آنکوباتور (Incubator)، (Infant Warm Care)، د جراحي پورټيبل چراغ، د سیرومو ګرم کوونکی ماشین (Serum Warmer) او ماوراء وړانګو لروونکی اسټریل ماشین پکې شامل او د خپل وروستي کال پروژو د دفاع په موخه یې جوړ کړي وو؛ نندارې ته وړاندې کړل.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په علمي او فني ظرفیت لوړونه کې د طبي انجنیري ټکنالوجۍ ډيپارټمنټ د ارزښت په اړه خبرې وکړې، د طبي وسایلو په جوړولو کې یې د یاد ډيپارټمنټ هڅې او نوښتونه وستایل او زیاته یې کړه چې د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري هڅه کوي چې په دغه ډيپارټمنټ کې د طبي وسایلو د تولید او پراختیا لپاره لا زیاته زمینه برابره کړي.  

وروسته بیا د روغتیايي تکمیلي علومو پوهنځي رئیس پوهنمل ډاکټر محمد بلال عمري د طبي انجنیري ټکنالوجۍ ډيپارټمنټ د مخینې او طبي تخنیک په برخه کې د مسلکي کادرونو په روزنه کې د دغه ډيپارټمنټ د ونډې په اړه معلومات وړاندې کړل.

د غونډې په دوام د هر ګروپ په استازیتوب سره فارغانو خپل طراحي شوي طبي وسایل ګډونوالو ته ور وپېژندل او په رسمي ډول یې د خپلو پروژو دفاع وکړه. 

یاده غونډه د ګډونوالو له تود هرکلي او د فارغانو له دغه نوښتونو څخه د استادانو په ستاینې پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS