د کاپيسا ولایت یو ۲۰ کلن ځوان چې له اته کلونو راهیسې د دواړو لاسونو او پښو له بشپړ فلج څخه ځورېده؛ د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون کې د یو جراحي عملیات وروسته یې د حرکت کولو توان ترلاسه کړ.

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۲:۸
جوان ۲۰ ساله از ولایت کاپیسا که از هشت سال به این‌سو از فلج کامل هر دو دست و پا رنج می‌برد، پس از انجام یک عمل جراحی در شفاخانه تدریسی علی‌آباد پوهنتون علوم طبی کابل، دوباره توانایی حرکت را به‌دست آورد.

دغه ناروغ علي آباد تدریسي روغتون ته له مراجعې وروسته تر معایناتو او دقیقې ارزونې لاندې ونیول شو او ډاکټرانو  یې د  Arnold Chiari malformation او C3–C4 syrinx ناروغي تشخیص کړه چې د اعصابو جراحي متخصص ډاکټر رحمت الله نورزي په مشرۍ یې د Syringo-subarachnoid shunt  او Posterior decompression  عملیات بریالی ترسره کړ.   

د یاد عملیات په اړه ډاکټر رحمت الله نورزی وايي: «هغه جراحي عملیاتونه چې تر دې وړاندې په هېواد کې ناشوني وو؛ اوس د افغان متخصصانو له لوري په بریالیتوب ترسره کېږي»

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۹:۰
Background image

د کابل طبی علومو پوهنتون اړوند د اړیکو او عامه پوهاوي (نشراتو) آمریت د دیني ارزښتونو د پوهاوي او ترویج په موخه د روژې مبارکې میاشتې په اړه معلوماتي بروشر چمتو او ویشلی دی.

په یاد بروشر کې د روژې مبارکې میاشتې  فضیلتونو، د روژې نیولو اهمیت او د قدر شپې د فضایلو او منزلت په اړه معلومات وړاندې شوي. دې آمریت مسؤولین وایي چې د دې بروشر د چمتو کولو او خپرولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۸:۵۸
Background image

په 1402 هـ.ش د 4.5 میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنتون د اساسي ترمیماتو په لویه پروژه کې د پوهنتون په انګړ کې د لویو پروجکتور لایټونو نصب او د پيادرونو د میزایکو ترمیم هم پکې شامل وو.

په 1402 هـ.ش د 4.5 میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنتون د اساسي ترمیماتو په لویه پروژه کې  د پوهنتون په انګړ کې د لویو پروجکتور لایټونو نصب او د پيادرونو د میزایکو ترمیم هم پکې شامل وو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو معینیت سلاکار او ورسره مل د دغه معینیت رئیسان د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند مالي او اداري چارو معاونیت د کاري بهیر ارزونې په موخه له دغه معاونیت او اړوندو آمریتونو څخه لیدنه وکړه.

 یاد هیئت د لیدنې په جریان کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال، د اړیکو او عامه پوهاوي(نشراتو)، کارکوونکو چارو، تدارکاتو، خدماتو، مالي او حسابي چارو آمریتونو او نورو برخو له مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS