د یوې نادرې پېښې Coexistence of Cecal duplication Cyst and Meckel’s Diverticulum presenting as intussusception in a malnourished child

IT_Director
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۲۸
د یوې نادرې پېښې Coexistence of Cecal duplication Cyst and Meckel’s Diverticulum presenting as intussusception in a malnourished child

د یوې نادرې پېښې Coexistence of Cecal duplication Cyst and Meckel’s Diverticulum presenting as intussusception in a malnourished child بریالی جراحي عملیات د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د ماشومانو جراحي ديپارټمنټ ډاکټرانو له لوري ترسره شو.

د ماشومانو جراحي ډيپارټمنټ آمر پوهندوی ډاکټر توریالي حکیمي په دې اړه وویل: «ناروغ د بحراني او شاک لوحې په حالت کې روغتون ته مراجعه کړې وه. د شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره د جراحي ټیم وتوانېدو چې دغه نادر عملیات بریالی ترسره کړي. ناروغ له عملیات وروسته د جدي مراقبت وروسته؛ د ښه روغتیايي وضعیت په لرلو سره له روغتون څخه رخصت شو.

د یادولو وړ ده چې دغه علمي- طبي پېښه د هغې د نادر والي له امله په نړیوالو ژونالو کې هم خپره شوې ده. د مقالې بشپړ متن د دغه لېنک له لارې د لاسرسي وړ دی.
https://doi.org/10.1186/s12887-025-05823-1 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د بطني جراحي او آنکولوژیکو ناروغیو او یورولوژي ډيپارټمنټونو په ګډې همکارۍ سره د هېواد په کچه لومړی ځل د یو ۲۵ کلن ناروغ د Augmented Cystoplasty پرمختللی او تخصصي جراحي عملیات ترسره شو.

د بطني جراحي او انکولوژیکو ناروغیو ډيپارټمنټ غړی پوهنیار ډاکټر احمر عمر امیري وايي چې ناروغ د بې واکه میتیازو کولو، نا څاپه د میتیازو کولو احساس، او په تکراري ډول د میتیازو کولو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د معلوماتو له مخې د تېرو درېیو میاشتو په جریان کې دغه روغتون  ۶۹ زره او ۳۰۴ تنه ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

په دغه خدماتو کې سراپا(OPD) معاینات، لوی او واړه جراحي عملیاتونه او د لابراتواري معایناتو، ECH، ECHO او الټراسونډ تشخیصیه خدمات شامل دي.

د یادولو وړ ده چې د یادو خدماتو وړاندې کېدو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۲:۱۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د راپور له مخې دغه روغتون په تېرو درېیو میاشتو کې توانېدلی چې ۳۷ زره او ۶۰۹ تنه ناروغانو  ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي. 

یاد عواید د سراپا (OPD)، داخلې، لویو او وړو جراحي عملیاتونو، تشخیصیه معایناتو او داخل بستر خدماتو له برخو څخه راټول شوي دي. 

د یادولو وړ ده چې د روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله ۵. . .

BACK TO NEWS