یکشنبه د زمري ۲۶ / ۱۴۰۴ کال

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۰:۵۱
یکشنبه د زمري ۲۶ / ۱۴۰۴ کال

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د دغه پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ته د ۱۴۰۴ کال د کانکور آزموینې له لارې بریالیو محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې محفل ترسره کړ. دغه پروګرام د پوهنتون لایحې، مقرراتو او لارښوونو سره د نویو محصلانو د بلدتیا په موخه جوړ شو. 
په یاد پروګرام کې نویو محصلانو د پوهنتون او تدریسي روغتونونو له جوړښت، کرېډېټ سیستم، اساسي، مسلکي، اختیاري او  پوهنتون شموله مضامینو، ستاژ دورې، تأجیل او منفکۍ پروسې، لیلیې، بدل اعاشې او همدا رنګه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له قانون سره بلدتیا او معلومات ترلاسه کړل.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په خپله وینا کې محصلان په درسونو کې زیار او ژمنتیا ته وهڅول او ویې ویل چې د اسلام له نظره د دیني علومو ترڅنګ؛ عصري علوم هم ارزښتناک او مهم مقام لري. نوموړي زیاته کړه اسلامي ټولنه هغه مهال ريښتیني پرمختګ ته رسيږي چې د طبابت علم، ټکنالوژي او نور عصري علوم له دیني ارزښتونو سره یو ځای شي. د پوهنتون رئيس له محصلانو څخه وغوښتل؛ څو په اخلاص او پوره هڅه خپل درسونه ووایي او په راتلونکي کې د یو تکړه ډاکټر په توګه د خلکو او ټولنې د خدمت جوګه شي. 

همداراز د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا محصلانو ته د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون اصولو، مقرراتو، نظم او ډسپلين، روزنیزو پروګرامونو او شته آسانتیاوو په اړه خبرې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS