...

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۹:۵۳
ننننن

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نسايي ولادي تدریسي روغتون له لوري د وړاندې شویو معلوماتو پر بنسټ په وروستیو درېیو کلونو راهیسې دغه روغتون د پراخو بدلونونو او لاسته راوړنو شاهد و چې د روغتیايي خدماتو لوړوالي او ناروغانو لپاره په آسانیتاوو کې یې اغېزمنه ونده ترسره کړې ده. له دغه لاسته راوړنو څخه د ماشومانو لپاره مجهز وارډ، د کاهلانو لپاره د ICU وارډ، د ریکوري اتاق او VIP اتاق رامنځته کېدو ته اشاره کولای شو. همدارنګه د علمي او خدماتي ظرفیتونو ودې، مجهز کتابتون، طبي آرشیف او فارمسي ډېپو هم رامنځته او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. 
 
دغه معلومات ښيي چې د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې هم عملي ګامونه پورته شوي دي. د روغتون چاپېریال ښه والي په موخه د شنې سیمې، د نارینه او ښځينه پایوازانو ځانګړی ځای او نور د ناروغانو او پایوازانو لپاره د مناسب چاپېریال برابرولو د هڅو یوه برخه ده.

یادې لاسته راوړنې د دوامدارو روغتتیايي خدماتو کیفیت د ښه والي او خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د روغتون کارمندانو د ژمنتیا او مدیریت څرګندونه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۲۱
Background image

د کابل طبي علومو (ابو علي ابن سینا) پوهنتون ماسترۍ برنامو ازموینې پایلې!

د کابل طبي علومو (ابو علي ابن سینا) پوهنتون ماسترۍ برنامو ازموینې پایلې!
https://nexa.gov.af/ps/result/100/search

د ازموینې ګډونوال، که د ازموینې پايلو په تړاو شکایت لري، خپل شکایت دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۱۹
Background image

کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» نن د یوې شانداره غونډې کوربه و چې د تخصص پروګرامونو ۷۹ او عامې روغتیا او تغذي ماسټرۍ پروګرامونو ۱۲۰ تنه محصلانو پکې د مسلکي زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» نن د یوې شانداره غونډې کوربه و چې د تخصص پروګرامونو ۷۹ او عامې روغتیا او تغذي ماسټرۍ پروګرامونو ۱۲۰ تنه محصلانو پکې د مسلکي زده کړو وروسته د. . .

BACK TO NEWS