د مثانې لوی هیداتید کیست جراحي عملیات په بریالي ډول ترسره شو

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۰:۳۱
د مثانې لوی هیداتید کیست جراحي عملیات په بریالي ډول ترسره شو

د علی آباد تدریسي روغتون د بطني جراحی او بطن انکولوژۍ ناروغیو برخې د یوې نادرې جراحي پېښې خبر ورکوي او وایي، هغه ناروغ چې د غور ولایت څخه دې روغتون ته راجع شوی و، د ادرارو بندښت، د ادرار پرمهال سوی، قبضیت،  د معدې له پړسوب او درد یې شکایت درلود؛ د اړینو معایناتو له بشپړولو وروسته، د دې څانګې جراحانو او متخصصینو جراحي عملیات ترسر کړه او د عملیات په بهیر کې معلومه شوه چې تومور کیستیک و او د مثانې له جدار څخه یې سرچینه اخیستې وه او د کیست ډول هیداتید تشخیص شو چې عملیات بریالی ترسره شو. د یادونې وړ ده چې د مثانې هیداتید کیست په اولیه ډول د نادره پېښو په ډله کې راځي چې یوازې په یو فیصد پېښې کې راځي.

د اړوندو متخصصینو په وینا، د کیست اندازه شاوخوا (۱۶*۱۲*۱۰) وه چې پر حالبونو، مثانې او ریکتم باندې یې بهرنی فشار رامنځته کړی و، چې د شدید قبضیت، د ادرارو بندښت چې سند ورته تعبیه شوی و او د اړخونو د درد لامل شوی و. د عملیاتو وروسته، پورته نښې په تدریجي ډول کمې شوې او ناروغ ښه احساس درلود.

د یادونې وړ ده چې ناروغ له درملنې وروسته په ښه روغتیایي وضیعت کې له روغتون څخه رخصت شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۳۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ له لوري په ۱۴۰۴ کال کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله ۱ میلیون او ۹۹۲ زره افغانۍ عواید را ټول شوي دي.

د وړاندې شوي راپور له مخې دغه عواید د تشخیصیه خدماتو، درملنې او د سینې، زړه او رګونو ناروغیو لرونکو ناروغانو د تخصصي مراقبتونو له لارې تر لاسه شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د یاد انسټېټیوټ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۳۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د معلوماتو پر بنسټ دغه روغتون په تېر ۱۴۰۴ کال کې د سترګو ۲۲۶۱ بریالیو جراحي عملیاتونو په ترسره کولو بریالی شوی دی.

د دغه راپور له مخې په یادو عملیاتونو کې ۸۰ لایزري عملیاتونه شامل دي چې د درملنې کیفیت په ښه والي او د ناروغانو د عملیاتونو د وخت کموالي په برخه کې مهمه ونډه لري.

د کابل طبي علومو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د معلوماتو پر بنسټ په تېر ۱۴۰۴ کال کې ناروغانو ته د تخصصي روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله دغه روغتون د ۵ میلیونه، ۶۶۱ زره او ۹۴۸ افغانۍ عوایدو په راټولولو بریالی شوی دی.

دغه عواید د ډاکټرانو، روغتیايي او اداري کارمندانو د دوامداره هڅو، روغتیايي خدماتو کیفیت ښه والي، ناروغانو د مراجعې زیاتوالي او له شته امکاناتو څخه په اغېزناکه توګه د ګټې اخیستنې له امله. . .

BACK TO NEWS