پر جسمي، روحي او ټولنیزه روغتیا باندې د مخدره توکو زیانونو په اړه د عامه پوهاوي سیمینار تر سره شو

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۰:۳۲
سیمینار آگاهی دهی اضرار مواد مخدر بالای صحت جسمی، روحی و اجتماعی برگزار شد

د مخدره توکو کارونې د شومو پایلو په اړه د کابل طبي علومو پوهنتون محصلینو ته د پوهاوي په موخه د دغه پوهنتون اړوند د نرسنګ پوهنځي محصلانو له لوري « پر جسمي، روحي او ټولنیزه روغتیا باندې د مخدره توکو زیانونو» تر عنوان لاندې د عامه پوهاوي سیمینار تر سره شو.  

په دغه سیمینار کې د نرسنګ پوهنځي د درې تنه محصلینو له لوري د انسانانو پر فردي او ټولنيز ژوند او پر مخدره توکو باندې د روږدي کېدو د اغېز او زیانونو په اړه د خپلو پرزنټېشنونو په لړ کې ګډونوکوونکیو ته معلومات وړاندې شول.

په همدې حال کې هغه محصلینو چې په دغه سیمینار کې یې ګډون کړی و؛ د عامه پوهاوي دغه ډول پروګرامونو جوړول مهم او ګټور وبلل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د معلوماتو پر بنسټ په تېر ۱۴۰۴ کال کې ناروغانو ته د تخصصي روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله دغه روغتون د ۵ میلیونه، ۶۶۱ زره او ۹۴۸ افغانۍ عوایدو په راټولولو بریالی شوی دی.

دغه عواید د ډاکټرانو، روغتیايي او اداري کارمندانو د دوامداره هڅو، روغتیايي خدماتو کیفیت ښه والي، ناروغانو د مراجعې زیاتوالي او له شته امکاناتو څخه په اغېزناکه توګه د ګټې اخیستنې له امله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري د دغه پوهنتون محصلانو لپاره د وخت مدیریت مهارتونو لوړوالي او په «(EXIT EXAM) آزموینه کې د بریالیتوب په موخه د دغه پوهنتون له لوري روزنیز سیمینار وړاندې شو. 

په دغه سیمینار کې ډاکټر نجیب الله رامش چې د افغانستان طبي شورا د ۱۴۰۴ کال په آزموینه کې یې لومړی مقام ترلاسه کړی دی د آزموینې پر مهال د وخت په مدیریت کې د خپلو تجربو، اغېزناکو تخنیکونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱
Background image

احساس او همکاري

احساس او همکاري
د علي آباد تدریسي روغتون د کارکوونکو چارو عمومي مدیر مصطفی احمدي له لوري په شخصي لګښت اخیستل شوی د وینې ګازونو د ارزونې یو پایه پرمختللي ماشین له دغه روغتون سره مرسته. . .

BACK TO NEWS