د کانکور آزموینې عمومي اول نمره ستاینه وشوه
کابل طبي علومو پوهنتون نن سه شنبه د روان کال زمري میاشتې پر دویمه نېته د ۱۴۰۳ هـ ش کال د کانکور آزموینې عمومي اول نمره اتل خان رحیمزوی څخه ستاینه وکړه.
د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور مفتي اسد الله نجات په داسې حال کې چې د محصلانو چارو مرستیال هم حضور درلود، د کانکور آزموینې عمومي اول نمره سره په خپل کاري دفتر کې د ليدنې په ترڅ کې د اتل خان د دغه ستر ویاړ مبارکي ده او د ده کورنۍ ته وویله او نوموړی یې د خپلو لوړو زده کړو د دوام لپاره لا تشویق او وهڅولو.
همدا راز د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس د کانکور آزموینې عمومي اول نمره د بلدتیا په موخه د پوهنتون د کاري او تدریسي مختلفو برخو څخه هم لیدنه وکړه.
په پای کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس لخوا؛ اتل خان رحیمزوی ته د ده د زیار او هڅو په پار ستاینلیک ډالۍ شو.