د کابل طبي علومو پوهنتون علمي شورا او پوهنځي ته د انستیزي ډيپارټمنټ ارتقا په اړه بحث ترسره شو!

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۹:۳۴
شورای علمی پوهنتون علوم طبی کابل و بحث روی ارتقای دیپارتمنت انستیزی به پوهنځی

نن سې شنبه د روان کال سلواغې پر ۲۴ د کابل طبي علومو پوهنتون "ابو علي ابن سینا" علمي شورا د دغه پوهتنون رئیس دوکتور مفتی اسد الله نجات په مشرۍ او د دغه پوهنتون معاونینو، د پوهنځیو او تدریسي روغتونونو رئیسانو او نورو غړیو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د پوهنتون رئیس دوکتور مفتی اسدالله نجات د خپلو خبرو په ترڅ کې د هغه استادانو د بیا راتګ په اړه چې د زده کړو لپاره له هېواد بهر تللي وو خبرې وکړې او له هغه استادانو چې د تحصیلي دورې له پای وروسته بېرته هېواد ته راغلي او خدمت کوي، مننه وکړه.

په دوام یې پر مختلفو موضوعاتو لکه د پوهنځي کچې ته د انستیزي ډیپارټمنټ ارتقا، په پوهنتون او تدریسي روغتونونو کې د ډیپارټمنټونو تقسیمات، د استادانو د ترفیعاتو طی مراحل او د نرسنګ پوهنځي د بریجېنګ پروګرام پیل په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۷
Background image

#یودېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون او اړونده تدريسي روغتونونو د عمومي او اساسي ترميماتو په پروژې  کې د صدري قلبي وعايي ناروغيو انسټيټيوټ  تعمير. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۷
Background image

#دېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د ستوماتولوژي تدريسي روغتون  د چمن ترميم او بيار رغونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۴
Background image

د «مخدره توکو د کارونې مخنیوي» تر عنوان لاندې د روږدو درملنې ملي پروګرام ریاست د معتادینو د ۴۵۰ بستریز مرکز له لوري د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو ته د عامه پوهاوي په موخه سیمنار وړاندې شو.

د پروګرام په بیل کې د نرسنګ پوهنځي رئیس فضل هادي صدیقي د ښه راغلاست تر څنګ ګډونوالو ته د دغه سیمینار د څرنګوالي او اهمیت په اړه خبرې وکړې او دغه ډول پروګرامونه یې د محصلانو د پوهاوي کچې. . .

BACK TO NEWS