د کابل طبي علومو پوهنتون له پينځه پوهنځيو ۴۱۸ تنه محصلان او ۴۰ تنه متخصص ډاکټران فارغ شول

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۹:۴۰
۴۱۸ تن محصل از پنج پوهنځی پوهنتون علوم طبی کابل و 40 تن داکتر متخصص فارغ شدند

کابل طبي علومو پوهنتون د خپلو پينځه پوهنځیو  د ۱۴۰۲ کال محصلانو او متخصصو ډاکټرانو فراغت‏غونډه د کابینې غړیو، د چارو ادارې رئيس، د لوړوزده‏کړو او عامې روغتیا وزارتونو مقاماتو، د کابل طبي علومو پوهنتون رهبرۍ، د تحصیلي بنسټونو رئیسانو، استادانو، محصلانو او یو شمېر نورو مېلمنو په ګډون د شانداره مراسمو په ترڅ کې ولمانځله.

غونډه د قران عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه، په لومړي سر کې د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال استاد عطاالله فیضي مېلمنو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د فارغو محصلانو او متخصصو ډاکټرانو سربېره د هغوی کورنیو ته د فراغت مبارکي ورکړه.

وروسته بیا د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس محصلانو او متخصصینو ته د مبارکۍ تر څنګ د پوهنتون د تېر بهیر په هکله خبرې وکړي او ویې ویل چې د پوهنتون اصلي دنده او موخه زده کړه، څېړنه او د روغتیایي خدماتو وړاندې کول دي او یوه اساسي موخه یې د تدریس برخه ده؛ نن د دې شاهدان یو چې ځوان ډاکټران مو تولنې ته وړاندې کړل، همدارنګه دوکتور نجات د استادانو د بورسونو، تخصص، فوق تخصص او ماسټرۍ پروګرامونو په برخو کې د پوهنتون لاسته راوړنو او پرمختګونو ته اشاره وکړه، ویې ویل چې دغه پوهنتون د ماسټرۍ او تخصص پروګرامونو لپاره د لا زیاتې  زمینې برابرولو په هڅه کې دی.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د عصري او دیني علومو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې طبابت او روغتیا د ټولنې اړتیا ده او باید په یو والي او اتفاق سره له هر اړخه په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې د خپل هېواد پر ځان بسیا کېدو هڅه وکړو تر څو له هېواد څخه بهر ته د ناروغانو د تګ مخنیوی وشي، نوموړي د محصلانو لپاره د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه چې د خپل مسلک له لارې په ريښتیني ډول خدمت وکړي.

د غونډې په دوام د چارو ادارې لوی رئيس، د کور او ښار جوړونې وزیر، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس د مبارکۍ پیغامونو تر څنګ د علومو پر اهمیت، ښه نیت او اخلاص په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین په مرکز او ولایتونو کې د روغتونونو د ارتقا او نویو روغتونونو د رامنځته کېدو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روغتونونو ارتقا او د نویو روغتونونو رامنځته کولو موخه د ډاکټرانو لپاره د کاري زمینې برابرول او ټولنې ته خدمت کول دي. نوموړي زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت ډاکټرانو ته د کار او خدمت زمینې برابرولو لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د مراسمو په پای کې د متخصصو ډاکټرانو او فارغ شویو محصلانو تصدیق پاڼې او ډالۍ چې د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري ترتیب شوې وې توزیع شوې. 

کابل طبي علومو پوهنتون په هېواد کې د لومړنی تحصیلي بنسټ په توګه له ویاړ څخه د ډک تاریخ په لرولو شپږ تدریسي روغتونونه او شپږ پوهنځی لري چې په دغه دوره کې یې له طب پوهنځي ۱۷۶ تنه، له ستوماتولوژي پوهنځي ۱۲۰ تنه، له روغتیایي تکمیلي علومو پوهنځي ۴۲ تنه، له عامې روغتیا پوهنځي ۶۱ تنه او له نرسنګ پوهنځي ۱۹ تنه محصلان، همدا رنګه ۴۰ تنه د تخصص برخې ډاکتران چې په مختلفو برخو کې یې تخصص بشپړ کړی و فارغ شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۰:۲۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو لپاره د هېواد جیدو علمای کرامو له لوري د اسلامي ثقافت درسونو لړۍ بیا پیل شوه. دغه پروګرام د عصري علومو تر څنګ له دیني او عقیدتي علومو سره د محصلانو د بلدتیا په موخه پر لار اچول شوی دی.

د یادې لړۍ لومړنی درس د «شرعي او عصري علومو اهمیت» تر عنوان لاندې د شیخ الحدیث مولوي دوست محمد لخوا وړاندې شو. نوموړي په خپله وینا کې د دیني او عصري علومو تر منځ د توازن او برابرۍ پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۰:۲۵
Background image

د علي آباد تدریسي روغتون د بطني جراحي او آنکولوژيکو ناروغیو برخې داکټرانو یو پېچلی جراحي عملیات ترسره کړی چې پکې د یو ۶۵ کلن ناروغ د لویو کولمو پاسنۍ (Ascending Colon) برخې پرمختللي تومور په بریالي ‌ډول لرې کړل شو.  

د دغه ډيپارټمنټ غړي داکټر احمد عمر امیري په وینا په یاد جراحي عملیات کې چې د لویې کولمې د  پورتنۍ تومور چې له ureter او duodenum سره نږدې نښتی و، لرې کړل شو. د ureteroureterostomy. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۹:۷
Background image

د رازي خصوصي پوهنتون یو شمېر محصلانو د یو علمي سیر په ترڅ کې د خپلې پوهې کچې لوړولو او طبي وسایلو سره د بلدتیا په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون له عمومي کتابتون، طبي ټکنالوژي ډيپارټمنټ، لابراتوارونو او نورو برخو څخه له لیدنه وکړه.

د یاولو وړ ده چې دغه علمي سیر د رازي خصوصي پوهنتون ریاست په رسمي غوښتنه ترسره شوی دی او کابل طبي علومو پوهنتون د هېواد ټولو پوهنتونونو لپاره د علمي سیر په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکوي

BACK TO NEWS