علي آباد تدریسي روغتون کې د (څېړنې میتود) ښوونیز ورکشاپ پيل شو

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳۱ - ۱۴:۳۰
ورکشاپ آموزشی (روش تحقیق ) در شفاخانه تدریسی علی آباد آغاز شد.

د کابل طبي علومو پوهنتون د طبي زده کړو پراختیا ریاست د څېړنو آمریت په همکارۍ د علي آباد تدریسي روغتون د داخله او عمومي جراحي څانګې د اکمال تخصص پروګرام ټريني ډاکټرانو ته د ظرفیت لوړولو او له څېړنیزو مېتودونو سره بلدتیا په موخه د څېړنې میتود په اړه روزنیز ورکشاپ پیل کړ.

د پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دوکتور نجيب الله امرخېل ټریني ډاکترانو ته د دغه ورکشاپ جوړېدل ښه اقدام وباله او ويې ویل چې علم د څېړنو او تجربو پر بنسټ تر لاسه کېږي، نوموړي زیاته کړه چې د طب په برخه کې څېړنې د دې لامل کېږي څو په نویو مېتودونو سره د تشخیص او درملنې پروسه لا ښه کړو. 

د علي آباد تدریسي روغتون رئیس ډاکټر عبدالمطلب شینواري د دغه ورکشاپ له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: «ټریني ډاکټرانو ته د هغوی د ظرفیت لوړولو او د علمې کچې زیاتولو په برخه کې د علمي پروګرامونو جوړول مهم او اړین دي او په راتلونکي کې زیات امکانات لرو چې داسې پروګرامونه جوړ کړو.»

د يادونې وړ ده، چې دغه ورکشاپ يوه اونۍ دوام لري او په راتلونکي کې به هم د دغه پوهنتون په ټولو کادري روغتونونو کې د څېړنې مېتود روزنيز ورکشاپونه جوړ او دوام  ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS