په کابل طبي علومو پوهنتون کې د دغه پوهنتون اړوند تعمیراتو بیارغنیزې چارې پيل شوې
د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم او ورسره پلاوي په پوهنتون کې د عدلي طب، تالارونو او اداري ودانۍ د بیارغنیزو چارو له پیل څخه لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې پر مهال مالي او اداري مرستیال او ور سره مل پلاوي، د اداري بلاک د رنګولو له چارو، د عدلي طب ترمیماتي چارو او د تالارونو له بیارغنیزو چارو څخه نظارت وکړ چې د کارونو د ښه ترسرکېدو لپاره یې اړوندو مسوولینو ته په کارونو کې د چټکتیا، کار او نورې لازمې سپارښتنې وکړې.