په میوند تدریسي روغتون کې د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د مرستې راټولولو صندوق:
د یاد روغتون ډاکټرانو، اداري کارکوونکیو او نورو مراجعینو په هرات ولایت کې د ورستۍ زلزلې له امله له زیانمنو شویو کسانو سره خپله خواخوږي وښوده .
د یادولو وړ ده چې د کابل طبي علومو پوهنتون لخوا د مرستې را ټولولو دغه بهیر چې د یاد پوهنتون د رهبرۍ په سپارښتنه د منظمې او شفافې کمېټې په جوړېدو سره رامنځ ته شوی په ټولو اړوندو تدریسي روغتونونو کې دوام لري، چې راټوله شوې نقدي مرسته به د رسمي مراجعو له طریقه د دغې پېښې زیانمنو شویو ته ورسیږي.