په تېرو ۹ میاشتو کې د زړه خلاص ۴۱ عملیاتونو تر سره کېدل
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټيټیوټ د روان کال په ۹ میاشتو کې شاو خوا ۴۱ د زړه خلاص عملیاتونه چې PDA، VSD، ASD، Coarctation Aorta، Tetralogy of Fallot پکې شامل دي، تر سره کړي.
پر دې سربېره په دغه انسټيټیوټ کې ۴۰۴ تنه بستر شویو ناروغانو جراحي درملنه شوې ده، همدا رنګه شاو خوا ۱۲۲۹ تنو ته عاجل روغتیایي خدمات هم وړاندې شوي دي.