پر جسمي، روحي او ټولنیزه روغتیا باندې د مخدره توکو زیانونو په اړه د عامه پوهاوي سیمینار تر سره شو
د مخدره توکو کارونې د شومو پایلو په اړه د کابل طبي علومو پوهنتون محصلینو ته د پوهاوي په موخه د دغه پوهنتون اړوند د نرسنګ پوهنځي محصلانو له لوري « پر جسمي، روحي او ټولنیزه روغتیا باندې د مخدره توکو زیانونو» تر عنوان لاندې د عامه پوهاوي سیمینار تر سره شو.
په دغه سیمینار کې د نرسنګ پوهنځي د درې تنه محصلینو له لوري د انسانانو پر فردي او ټولنيز ژوند او پر مخدره توکو باندې د روږدي کېدو د اغېز او زیانونو په اړه د خپلو پرزنټېشنونو په لړ کې ګډونوکوونکیو ته معلومات وړاندې شول.
په همدې حال کې هغه محصلینو چې په دغه سیمینار کې یې ګډون کړی و؛ د عامه پوهاوي دغه ډول پروګرامونو جوړول مهم او ګټور وبلل.