نن چهارشنبه د روان کال د لړم پر ۳ د کابل طبي علومو پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهاند نجیب الله امرخیل په مشرۍ او د دغه شورا غړیو په ګډون د پوهنتون اړوند مهمو موضوعاتو په اړه د بحث او پرېکړې په موخه ترسره شوه.

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۴ - ۱۰:۷
امروز چهارشنبه تاریخ ۳ عقرب سال جاری شورای علمی پوهنتون علوم طبی کابل این تحت رهبری پوهاند دکتور نجیب الله امرخیل با اشتراک اعضای این شورا جهت بحث و تصمیم گیری در موارد مهم مربوط به پوهنتون دایر شد.

د شورا په پیل کې د استادانو د علمي ترفېعاتو په اړه هر اړخیز بحث وشو او وروستۍ پرېکړې وشوې، د غونډې په دوام د قابلګي پوهنځي د لېسانس دورې د مرور موضوع په اړه بحث او لازمې پرېکړې ترسره شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۳۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ له لوري په ۱۴۰۴ کال کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله ۱ میلیون او ۹۹۲ زره افغانۍ عواید را ټول شوي دي.

د وړاندې شوي راپور له مخې دغه عواید د تشخیصیه خدماتو، درملنې او د سینې، زړه او رګونو ناروغیو لرونکو ناروغانو د تخصصي مراقبتونو له لارې تر لاسه شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د یاد انسټېټیوټ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۳۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د معلوماتو پر بنسټ دغه روغتون په تېر ۱۴۰۴ کال کې د سترګو ۲۲۶۱ بریالیو جراحي عملیاتونو په ترسره کولو بریالی شوی دی.

د دغه راپور له مخې په یادو عملیاتونو کې ۸۰ لایزري عملیاتونه شامل دي چې د درملنې کیفیت په ښه والي او د ناروغانو د عملیاتونو د وخت کموالي په برخه کې مهمه ونډه لري.

د کابل طبي علومو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د معلوماتو پر بنسټ په تېر ۱۴۰۴ کال کې ناروغانو ته د تخصصي روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله دغه روغتون د ۵ میلیونه، ۶۶۱ زره او ۹۴۸ افغانۍ عوایدو په راټولولو بریالی شوی دی.

دغه عواید د ډاکټرانو، روغتیايي او اداري کارمندانو د دوامداره هڅو، روغتیايي خدماتو کیفیت ښه والي، ناروغانو د مراجعې زیاتوالي او له شته امکاناتو څخه په اغېزناکه توګه د ګټې اخیستنې له امله. . .

BACK TO NEWS