علي اباد تدریسي روغتون کې د رادیولوژي نړیواله ورځ ولمانځل شوه

IT_Director
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۹:۱۴
روز جهانی رادیولوژی در شفاخانه تدریسی علی آباد تجلیل شد

هغه مراسم چې په همدې موخه د کابل طبي علومو پوهنتون په علي اباد تدریسي روغتون کې جوړ شوي وو، د پوهنتون د علمي چارو سرپرست مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخیل سربیره د دغه روغتون رییس، د بېلابېلو ډيپارټمنټونو مسؤولینو او متخصصینو پکې برخه لرله. 

د علي آباد تدریسي روغتون رئيس ډاکټر عبدالمطلب شینواري له ګډونوالو او میلمنو څخه د مننې ترڅنګ په روغتون کې د رادیولوژي څانګې د تجهیز او خدماتو په اړه څرکندونې وکړې او زیاته یې کړه: چې د علي آباد تدریسي روغتون د هرې څانګې د تجهیز او په ځانګړي ډول د سرطان شعایي درملنې مرکز د ودانۍ د جوړولو او بیارغنیزو چارو د پیل او پرمختګ  په برخه کې پوره هڅې روانې دي.

ورپسې د کابل طبي علومو پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په برخو کې د وروسته پاتې کېدو لاملونه په هېواد کې د جګړو اغیز یاد کړ او زیاته یې کړه چې بیا هم د هېواد او سیمې په کچه زیات روغتیایي خدمات تر سره کیږي او په بېلا بېلو برخو کې  متخصصین او مسلکي کسان موجود دي. هغه وویل په روغتونونو کې د پخوانیو ابتدایي وسایلو او تجهیزاتو څخه په ګټه اخیستنې د نورو هېوادونو په څېر روغتیایي خدمات وړاندې کېږي.

د علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي متخصص پوهاند دوکتور احمد فواد پيرزاد د رادیولوژي په برخه کې د پرمختګونو، علمي آثارو د تألیف او د دغې برخې په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو جوړېدو په اړه خبرې وکړې.

د غونډې په دوام د علي اباد تدریسي روغتون د آنکولوژي څانګې آمر ډاکټر عبدالمنان باوري د رادیولوژي څانګې د ارزښت په اړه وویل: چې دغه څانګه د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره مهمه ده ښاغلي باوري په دغه برخه کې د علي اباد تدریسي روغتون د نویو عصري طبي وسایلو، لاسته راوړنو او روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې بشپړ معلومات وړاندې کړل.

همد راز د غونډې په پاي کې د غضنفر انسټېټیوټ استاد احمد شاه د رادیولوژي په څانګه کې د لېسانس پروګرام د پیل او د روغتونونو تر منځ د همکارۍ په اړه بحث وکړ او له مسؤولینو یې په دغه برخه کې د توجه غوښتنه وکړه.

غونډه د کابل طبي علومو پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمر استاد صبغت الله سجاد لخوا په دعا ویلو پای ته ورسېده

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350 او Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي روغتون لابراتوار څانګې لپاره تهیه او وسپارل شول.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350  او  Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ برخې په خالیګاه (Posterior Fossa Tumor) کې د. . .

BACK TO NEWS