د کابل طبي علومو پوهنتون چې له ۵ میلیونه څخه زیاتو افغانیو په ارزښت یې ۲۲۳ قلمه درمل پېرلي وو، د ستوماتولوژي، نسایي ولادي او صدري او قلبی وعایي ناروغیو انسټېټيوټ ته وسپارل.

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۵:۷
پوهنتون علوم طبی کابل که به ارزش بیشتر از ۵ میلیون افغانی ۲۲۳ قلم دوا را خریداری و تهیه کرده بود در اختیار شفاخانه‌های تدریسی ستوماتولوژی، نسایی ولادی و انستیتوت امراض صدری و قلبی وعایی قرار گرفت.

دغه درمل د ناروغانو د درملنې او غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه تهیه او یادو روغتونونو ته تسلیم شول.

د یادولو وړ ده  چې د تېرو کلونو په پرتله د دغه روغتونونو روغتیایي خدماتو کې د پام وړ ښه والی راغلی او مسوولان هڅه کوي تر څو د نورو برخو تر څنګ معیاري روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د معلوماتو پر بنسټ په تېر ۱۴۰۴ کال کې ناروغانو ته د تخصصي روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله دغه روغتون د ۵ میلیونه، ۶۶۱ زره او ۹۴۸ افغانۍ عوایدو په راټولولو بریالی شوی دی.

دغه عواید د ډاکټرانو، روغتیايي او اداري کارمندانو د دوامداره هڅو، روغتیايي خدماتو کیفیت ښه والي، ناروغانو د مراجعې زیاتوالي او له شته امکاناتو څخه په اغېزناکه توګه د ګټې اخیستنې له امله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري د دغه پوهنتون محصلانو لپاره د وخت مدیریت مهارتونو لوړوالي او په «(EXIT EXAM) آزموینه کې د بریالیتوب په موخه د دغه پوهنتون له لوري روزنیز سیمینار وړاندې شو. 

په دغه سیمینار کې ډاکټر نجیب الله رامش چې د افغانستان طبي شورا د ۱۴۰۴ کال په آزموینه کې یې لومړی مقام ترلاسه کړی دی د آزموینې پر مهال د وخت په مدیریت کې د خپلو تجربو، اغېزناکو تخنیکونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱
Background image

احساس او همکاري

احساس او همکاري
د علي آباد تدریسي روغتون د کارکوونکو چارو عمومي مدیر مصطفی احمدي له لوري په شخصي لګښت اخیستل شوی د وینې ګازونو د ارزونې یو پایه پرمختللي ماشین له دغه روغتون سره مرسته. . .

BACK TO NEWS