د کابل طبي علومو پوهنتون له پينځه پوهنځيو ۴۱۸ تنه محصلان او ۴۰ تنه متخصص ډاکټران فارغ شول
کابل طبي علومو پوهنتون د خپلو پينځه پوهنځیو د ۱۴۰۲ کال محصلانو او متخصصو ډاکټرانو فراغتغونډه د کابینې غړیو، د چارو ادارې رئيس، د لوړوزدهکړو او عامې روغتیا وزارتونو مقاماتو، د کابل طبي علومو پوهنتون رهبرۍ، د تحصیلي بنسټونو رئیسانو، استادانو، محصلانو او یو شمېر نورو مېلمنو په ګډون د شانداره مراسمو په ترڅ کې ولمانځله.
غونډه د قران عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه، په لومړي سر کې د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال استاد عطاالله فیضي مېلمنو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د فارغو محصلانو او متخصصو ډاکټرانو سربېره د هغوی کورنیو ته د فراغت مبارکي ورکړه.
وروسته بیا د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس محصلانو او متخصصینو ته د مبارکۍ تر څنګ د پوهنتون د تېر بهیر په هکله خبرې وکړي او ویې ویل چې د پوهنتون اصلي دنده او موخه زده کړه، څېړنه او د روغتیایي خدماتو وړاندې کول دي او یوه اساسي موخه یې د تدریس برخه ده؛ نن د دې شاهدان یو چې ځوان ډاکټران مو تولنې ته وړاندې کړل، همدارنګه دوکتور نجات د استادانو د بورسونو، تخصص، فوق تخصص او ماسټرۍ پروګرامونو په برخو کې د پوهنتون لاسته راوړنو او پرمختګونو ته اشاره وکړه، ویې ویل چې دغه پوهنتون د ماسټرۍ او تخصص پروګرامونو لپاره د لا زیاتې زمینې برابرولو په هڅه کې دی.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د عصري او دیني علومو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې طبابت او روغتیا د ټولنې اړتیا ده او باید په یو والي او اتفاق سره له هر اړخه په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې د خپل هېواد پر ځان بسیا کېدو هڅه وکړو تر څو له هېواد څخه بهر ته د ناروغانو د تګ مخنیوی وشي، نوموړي د محصلانو لپاره د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه چې د خپل مسلک له لارې په ريښتیني ډول خدمت وکړي.
د غونډې په دوام د چارو ادارې لوی رئيس، د کور او ښار جوړونې وزیر، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس د مبارکۍ پیغامونو تر څنګ د علومو پر اهمیت، ښه نیت او اخلاص په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
په دغه غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین په مرکز او ولایتونو کې د روغتونونو د ارتقا او نویو روغتونونو د رامنځته کېدو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روغتونونو ارتقا او د نویو روغتونونو رامنځته کولو موخه د ډاکټرانو لپاره د کاري زمینې برابرول او ټولنې ته خدمت کول دي. نوموړي زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت ډاکټرانو ته د کار او خدمت زمینې برابرولو لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د مراسمو په پای کې د متخصصو ډاکټرانو او فارغ شویو محصلانو تصدیق پاڼې او ډالۍ چې د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري ترتیب شوې وې توزیع شوې.
کابل طبي علومو پوهنتون په هېواد کې د لومړنی تحصیلي بنسټ په توګه له ویاړ څخه د ډک تاریخ په لرولو شپږ تدریسي روغتونونه او شپږ پوهنځی لري چې په دغه دوره کې یې له طب پوهنځي ۱۷۶ تنه، له ستوماتولوژي پوهنځي ۱۲۰ تنه، له روغتیایي تکمیلي علومو پوهنځي ۴۲ تنه، له عامې روغتیا پوهنځي ۶۱ تنه او له نرسنګ پوهنځي ۱۹ تنه محصلان، همدا رنګه ۴۰ تنه د تخصص برخې ډاکتران چې په مختلفو برخو کې یې تخصص بشپړ کړی و فارغ شول.