د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس د ازموینو له بهیر لیدنه وکړه
چهارشنبه د 1401 کال د وري 3 مه دکابل طبي علومو پوهنتون رییس پوهنیار داکتر فضل الرحمن رحماني د دغه پوهنتون د ازموینې کمیټې او د ازموینو له بهیر څخه نظارت او لیدنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو ازموينې د ۱۴۰۰ لمريز کال د کب په ٢٨مه پيل شوې او هره ورځ د لوړو زده کړو وزارت له قوانینو او طرزالعملونو سره سم به شفاف ډول دوام لري.