د کابل طبي علومو پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د نشراتو کمېټې غونډه ترسره شوه
دغه غونډه د څېړنو او علمي مجلې مرستیال پوهنوال ډاکټر احمد ولي عطایي په مشرۍ د یادې کمېټې د غړیو په ګډون د استادانو د کتابونو او علمي مقالو د ارزونې په موخه ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د آجنډا اړوند د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي کادر غړیو یو عنوان څېړنيزه مقاله او پينځه عنوانه کتابونو تألیف او ژباړې وارزول شوې چې له هر اړخیز بحث وروسته یې په اړه لازمې پرېکړې وشوې