د کابل طبي علومو پوهنتون د نظارت او ارزونې هیئت له میوند تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۵۲
د کابل طبي علومو پوهنتون د نظارت او ارزونې هیئت له میوند تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه

د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په مشرۍ او روغتیایي موسسو چارو مرستیال ډاکټر محمد هاشم ځاځي، د خدماتو، تدارکاتو، مالي او حسابي او کارکوونکیو چارو آمرینو په ګډون د میوند تدریسي روغتون له رئیس ډاکټر سید رسول منګل سره د لیدنې تر څنګ د یاد روغتون روغتیایي او اداري چارو، تدارکاتي پروژو، قراردادونو او عوایدو څانګو څخه لیدنه او نظارت وکړ. 

د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال د روغتون له رئیس سره د لیدنې پر مهال د ناروغانو لپاره د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کولو، او یاد روغتون په چارو کې پر روڼتیا او ريښتینولۍ باندې ټينګار وکړ او له ټولو مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې د غوره روغتیایي او اداري چارو په تر سره کولو کې اخلاص، همکاري او همغږي په پام کې ولري.

له بلې خوا د میوند تدریسي روغتون رئيس په بېلابېلو برخو کې د وروستیو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د پوهنتون رهبرۍ څخه یې د ستونزو له منځه وړلو او همکارۍ غوښتنه وکړه. 

د یادولو وړ ده چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ځوانو ډاکټرانو ته د روزنې تر څنګ د جلدي، ماشومانو داخلې، ماشومانو جراحي، غوږ او ستوني او پلاستیکي جراحي په برخو کې فعالیت کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱
Background image

احساس او همکاري

احساس او همکاري
د علي آباد تدریسي روغتون د کارکوونکو چارو عمومي مدیر مصطفی احمدي له لوري په شخصي لګښت اخیستل شوی د وینې ګازونو د ارزونې یو پایه پرمختللي ماشین له دغه روغتون سره مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۸:۵۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون«ابو علي ابن سینا» د ۱۴۰۵ کال رهبري شورا لومړۍ ناسته د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ او د شورا غړیو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د پوهنتون رئیس د ۱۴۰۴ کال فعالیتونو، پرمختګونو او لاسته رواړنو ته اشاره وکړه او د پوهنتون او روغتونونو د مسولینو او کارمندانو له ريښتینو هڅو او زیار څخه چې خپل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ او د علي‌آباد تدريسي روغتون مسؤلینو،

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ او د علي‌آباد تدريسي روغتون مسؤلینو، استادانو او ټاکل شوې کمېټې د غړیو په ګډون د علي‌آباد تدريسي روغتون د سرطاني ناروغیو جامع. . .

BACK TO NEWS