د کابل طبي علومو پوهنتون د فرهنګي کمېټې فوق العاده غونډه تر سره شوه
دغه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون سرپرست رئیس دوکتور مفتي اسدالله نجات په مشرۍ په داسې حال کې چې د علمي او محصلانو چارو مرستیالانو هم حضور درلود ترسره شوه.
د فرهنګې کمېټې په دغه ناسته کې د ۱۴۰۳ هـ ش کال د محصلانو د فراغتغونډې په چمتوالي، پوهنتون ته د نویو بریاليو محصلانو لپاره د پوهنتون پېژندنې او ښه راغلاست غونډې او ځینو نورو مهمو موضوعاتو باندې بحث او لازمې پرېکړې ترسره شوې.