د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو کمېټې غونډه ترسره شوه
دغه کمېټه د پوهنتون علمي څېړنو مرستیال پوهنوال ډاکټر محمد ولي عطايي په مشرۍ د علمي-څېړنیزو فعالیتونو، د استادانو د څېړنیزو مقالو او اثارو د څېړلو په موخه د دغه پوهنتون د څېړنې کمېټې د غړیو په ګډون ترسره شوه.
په دې کمېټه کې علمي مقالې، د علمي کادر غړیو څېړنیز اثارو او مونوګرافونه د غونډې د غړیو لخوا وڅېړل شول. همداراز په اجنډا کې پر شته موضوعاتو هر اړخیز بحث وشو او د لا ښه والي په موخه یې د غونډې د ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل.