د کابل طبي علومو پوهنتون د تضمین کیفیت غونډه ترسره شوه

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۹:۳۰
جلسه تضمین کیفیت پوهنتون علوم طبی کابل برگزار شد

دغه غونډه نن دوشنبه د روان کال د غویي پر ۳ نېټه د پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل په مشرۍ او د غړیو په ګډون تر سره شوه.

په دغه غونډه کې د روغتیا نړیوال سازمان او طبي زده کړو نړیوال فدراسیون (WFME) د معیارونو په پام کې نیولو سره د کابل طبي علومو پوهنتون او اړوندو کادري روغتونونو د ارزونې په موخه د نوي چک لست جوړلو او ترتیبولو په اړه بحث او خبرې وشوې چې له هر اړخیزو خبرو، نظریاتو او وړاندیزونو وروسته  د یادو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې تر سره شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS