د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نرسنګ پوهنځي یو شمېر غوره محصلانو ستاینغونډه چې د فارمکولوژي مضمون په آزموینه کې یې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې د یاد پوهنتون د علمي کنفرانسونو په (۱) تالار کې ترسره شوه. 

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۲:۱۳
محفل ستایش و تقدیر از محصلان برتر پوهنځی نرسنگ پوهنتون علوم طبی کابل که در امتحان مضمون فارمکولوژی نمرات بلند و مقام‌های اول را کسب کرده بودند، در تالار نمبر(1) کنفرانس های علمی پوهنتون برگزار شد.

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نرسنګ پوهنځي یو شمېر غوره محصلانو ستاینغونډه چې د فارمکولوژي مضمون په آزموینه کې یې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې د یاد پوهنتون د علمي کنفرانسونو په (۱) تالار کې ترسره شوه. 

په دغه غونډه کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان او محصلانو چارو مرستیال ګډون وکړ او د وینا تر څنګ یې د محصلانو بریالیتوب د هغوی د هڅو، زغم او  طبي علومو ترلاسه کولو سره د مینې لرلو لامل وباله. هغوی له محصلانو څخه وغوښتل چې د علمي کچې لوړوالي او ټولنې د خدمت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.  

د پروګرام په پای کې هغه محصلانو ته چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې د ډالیو په ورکړې سره وستایل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۸:۴۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د ۱۴۰۵ کال د ۲۴۰ تنه محصلانو فراغت‏غونډه د افغانستان اسلامي امارت مقاماتو، عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونو رهبرۍ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د استازو، پوهنتون رهبرۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د ۱۴۰۵ کال د ۲۴۰ تنه محصلانو فراغت‏غونډه د افغانستان اسلامي امارت مقاماتو، عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونو رهبرۍ، د تخنیکي او مسلکي زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۳:۱۲
Background image

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د استادانو د علمي او څېړنیزې ظرفیت لوړونې په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون، تدریسي روغتونونو او خصوصي پوهنتونونو د طبي علومو څانګو د یو شمېر استادانو په ګډون د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ دویمه دوره ترسره شوه.

د دغه پروګرام په دویمه دوره کې د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو معاون پوهاند دوکتور عزیز الرحمن نیازي له لوري د «مقطعي څېړنو (Cross-sectional Studies)» موضوع وړاندې شوه.
په دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۲:۳۰
Background image

د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړونې او پوهې زیاتوالي په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نرسنګ پوهنځي له لوري د «اسلامي مدیریت اصولو کتنه او پر اداره باندې د هغه اغېز» تر عنوان لاندې علمي سیمینار ترسره شو. 

په دغه سیمینار کې د اسلامي ثقافت ډيپارټمنټ استاد پوهنیار مولوي عبدالله فقیري ګډونوالو ته د اسلامي مدیریت او ادارې اړوند موضوعات وړاندې کړل.

نوموړي د سیمینار په جریان کې د اسلامي ادارې. . .

BACK TO NEWS