د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون ته د نژدې ۵ زره ډالرو په ارزښت ۸ کمپیوټرونه او د ۳۷ زره افغانیو په ارزښت يو لوی سامسونګ سکرین ورکړل شو.
د علي آباد تدریسي روغتون د مسؤلینو په وینا، دا کمپیوټرونه به د دغه روغتون په کمپیوټر لب کې ځای پر ځای شي څو روغتیايي کارکوونکي وکولی شي په آنلاین ډول د الټراساؤنډ درسونه زده کړي.
د یادونې وړ ده چې دا ۸ کمپیوټرونه او یو سکرین "د افغانستان بیارغونې لپاره د ځوانانو" ټولنې لخوا ورکړل شوي دي.