د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سترګو تدریسي روغتون تازه معلومات ښیي چې د روان کال غويي میاشتې په لړ کې د دغه روغتون روغتیايي خدماتو او جراحي عملیاتونو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۱:۳۹
معلومات تازه از شفاخانه تدریسی چشم پوهنتون علوم طبی کابل نشان می دهد که در ماه ثور سال روان، میزان خدمات صحی و عملیات‌های جراحی در این شفاخانه به‌گونه‌ی چشم‌گیر افزایش یافته است.

د وړاندې شويو شمېرو پر اساس په وري میاشت کې د سترګو ۱۶۰ عملیاتونه په یاد روغتون کې ترسره شوي وو، په داسې حال کې چې دغه شمېر د غويي په میاشت کې ۳۳۱ ته رسېدلی دی. دا د جراحي عملیاتونو په شمېر کې له ۱۰۰سلنې زیات، زیاتوالی ښيي.

همدا رنګه د سراپا (OPD) خدماتو په برخه کې هم د غويي په میاشت کې زیاتوالی راغلی دی. په وري میاشت کې له ۳ زرو څخه زیاتو کسانو ته د (OPD) خدمات ترسره شوي وو، په داسې حال کې چې په ثور میاشت کې دغه شمېر ۵ زرو تنو ته رسېدلی دی، دا شمېر په سراپا خدماتو کې ۶۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS