د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت د دغه پوهنتون د کړنو د ښه انعکاس په موخه ...

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۹:۱۸
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت د دغه پوهنتون د کړنو د ښه انعکاس په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت د دغه پوهنتون د کړنو د ښه انعکاس په موخه  د پوهنتون په اړه په پښتو او دري ژبه باندې د درېیو (د پوهنتون معلوماتي کتالوګ، د پوهنتون د کلنیو کړنو او لاسته راوړنو) چاپي رسالې، د اړوندتدریسي روغتونونو د لاسته راوړنو 10 بروشرونه، د پوهنتون اړوند د درې بېلابېلو معلوماتي او تبلیغاتی بروشرونه چاپ او توزیع کړې دي.

#په_تېرو_څلورو_کلونو_کې_د_کابل_طبي_علومو_پوهنتون_مهمې_لاسته_راوړنې
#درېیم_پوسټر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS