د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علی ابن سینا» د رئيس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ او ورسره پلاوي په ملتیا د دغه پوهنتون یو شمېر محصلانو د یو علمي سیر په ترڅ کې د شمس العلوم روحانیه مدرسې څخه لیدنه وکړه. 

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۳
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علی ابن سینا» د رئيس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ او ورسره پلاوي په ملتیا د دغه پوهنتون یو شمېر محصلانو د یو علمي سیر په ترڅ کې د شمس العلوم روحانیه مدرسې څخه لیدنه وکړه. 

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان وویل چې دغه عملي سیر د عصري او طبي علومو تر څنګ د دیني علومو سره د محصلانو د لا بلدتیا په موخه ترسره شو. 

د یاد علمي سیر په لړ کې محصلانو د مدرسې له درسي ټولګیو او روزنیز چاپېریال څخه د لیدنې تر څنګ له خلیفه صاحب دین محمد سره هم ولیدل او دواړو خواوو د عصري علومو تر څنګ د د دیني علومو د مقام په اړه خپل لید لوري وړاندې کړل.

له بلې خوا خلیفه صاحب دین محمد مدرسې ته د محصلانو د علمي سیر ښه راغلاست ترڅنګ محصلانو ته وینا هم وکړه. 
خلیفه صاحب په خپله وینا کې د طب علم زده کړه د متعال خدای (ج) د رضا په پام کې نیولو سره خلکو ته د خدمت کولو په نیت کفايي فرض او د مال ترلاسه کولو په موخه د نا سمې ګټې اخیستنې لپاره د طبي علومو زده کړه یو تباه کوونکی عمل وباله او محصلانو ته یې لازم نصیحتونه بیان کړل.

په همدې حال کې محصلان دغه علمي سیر ګټور بولي او وايي چې دغه سفر نه یوازې د دیني زده کړو له جوړښت سره د لا بلدتیا فرصت و؛ بلکې په طبي او دیني علومو کې د دواړو قشرونو تر منځ د مثبت علمي او فرهنګي تعامل زمینه برابروونکی و او د دیني او طبي علومو د بنسټونو تر منځ د علمي همکاریو پر ارزښت هم ټینګار وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د معلوماتو پر بنسټ په تېر ۱۴۰۴ کال کې ناروغانو ته د تخصصي روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله دغه روغتون د ۵ میلیونه، ۶۶۱ زره او ۹۴۸ افغانۍ عوایدو په راټولولو بریالی شوی دی.

دغه عواید د ډاکټرانو، روغتیايي او اداري کارمندانو د دوامداره هڅو، روغتیايي خدماتو کیفیت ښه والي، ناروغانو د مراجعې زیاتوالي او له شته امکاناتو څخه په اغېزناکه توګه د ګټې اخیستنې له امله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري د دغه پوهنتون محصلانو لپاره د وخت مدیریت مهارتونو لوړوالي او په «(EXIT EXAM) آزموینه کې د بریالیتوب په موخه د دغه پوهنتون له لوري روزنیز سیمینار وړاندې شو. 

په دغه سیمینار کې ډاکټر نجیب الله رامش چې د افغانستان طبي شورا د ۱۴۰۴ کال په آزموینه کې یې لومړی مقام ترلاسه کړی دی د آزموینې پر مهال د وخت په مدیریت کې د خپلو تجربو، اغېزناکو تخنیکونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱
Background image

احساس او همکاري

احساس او همکاري
د علي آباد تدریسي روغتون د کارکوونکو چارو عمومي مدیر مصطفی احمدي له لوري په شخصي لګښت اخیستل شوی د وینې ګازونو د ارزونې یو پایه پرمختللي ماشین له دغه روغتون سره مرسته. . .

BACK TO NEWS